لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

فاټا ته د عدالتونو د غځولو قانوني مسوده پارلېمان ته وړاندې کیږي


د پاکستان په پارلېمان کې فاټا ته د پښتونخوا د هاي کورټ(سترعدالت) د غځولو قانوني مسود ه سبا ته د گل په ورځ وړاندې کیږي.

د فاټا څخه د حکومتي گوند مسلم ليگ نون غړي شهاب الدين ډیوه ته وویل: خوشبينه دی چې سبا به ددغه قانوني مسودې منظوري ورکړې شي. هغه اوویل

"دا مسوده د کميټۍ څخه په اتفاق سره منظور شوې ده او سبا له به پارلېمان ته وړاندې شي"

هغه وویل ددې مسودې پاس کیدلو سره به د ستر عدالت او پېښور ستر عدالت اختیار فاټا ته وغځول شي.

د شهاب الدين په خیال د عدالتونو اختیار غځیدلو سره به د فاټا په پښتونخوا کې د شاميلېدلو لاره هم هواره شي. هغه اوویل :

"ځمونږ هدف فاټا په پښتونوخوا کې ورشاملول دي"

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

د جماعت اسلامي"فاټا مرجر لانگ مارچ " او څوگند

مذهبي سياسي گوند جماعت اسلامي فاټا سیمه په خېبر پښتونخوا صوبه کې د ورگډولو لپاره اسلام اباد ته یو لاريون پېل کړی دی. د گوند صوبايي اميرمشتاق احمد خان ډیوه ته ويلي دي تر څو د قبايلي سیمو څخه تور قانون ایف سي آر ختم شوې نه وي او فاټا د پښتونخوا سره یو ځای شوې نه وي، په قلاره به نه کيني، هغه اوویل د ایف سي آر په خلاف به د دويي هڅې روانې وي:

" نن مونږ قسم اخستی دی، عهد مو اخستی دی چې مونږ به د اېف سي ار خلاف جدوجهد روان ساتو"

هغه وویل د پاکستان د نورو برخو د پاره د چين پاکستان اقتصادي لاره جوړېږي، کارخانې، یونیورسټۍ او سړکونه جوړ شوي دي، او دفاټا اولس د سوونو کالو زوړ تور قانون ایف سي آر په وجه په غمونو، او تکلیفونو کې ژوند کوي.

جماعت اسلامي گوند دا لاریون په داسې حال کې کوي چې دوه ورځې وړاندې حکومتي مشرانو ويلي وو راتلونکې اوونۍ کې به د فاټا اصلاحاتو منظوري ورکړی شي.

خو د جماعت اسلامي صوبايي وياند عبدالواسع د لاريون په اړه ډيوه رېډيو ته وويل دوي خبر دي چې حکومت په راتلونکې اوونۍ کې د اصلاحاتو د اعلان لوظ کړی دی خو دوی پرې یقين نه کوي.

د جماعت اسلامي لاريون نن د اتوار په ورځ د باب خېبر نه روان شوی د نهې یا سه شنبې په ورځ به اسلام اباد ته رسيږي.

please wait

No media source currently available

0:00 0:09:47 0:00

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د سرحداتو او رياستونو مرکزي وزیرعبدالقادر بلوڅ ويلي وو د قبايلي سيمې فاټا نه به د انگرېز جوړ تور قانون راتلونکې اوونۍ پورې ختم کړی شي.

د پښتونخوا ملي عوامي گوند او جمعيت علما اسلام نه علاوه ټولې سياسي ډلې غواړي چې فاټا دې په خېبرپښتونخوا کې ورگډه کړی شي، د اېف سي ار تور قانون ختم کړی شي او د کال ۲۰۱۸م په عامو انتخاباتو کې دې فاټا ته د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې چوکۍ ورکړی شي.

بل لوري ته د قبايلي سیمې نه د گرېنډ الائنس جرگې په نوم د يو سازمان غړي ملک صلاح الدين دړکه کړې ده که د فاټا اصلاحاتو منظوري ورکړی شوه دويي بې یې په ضد راپاسي، هغه اوویل

" مونږ به احتجاج کوو تورجنډې به لگوؤ په الېکشن کې به برخه نه اخلو او نزدې ملکونو ته به هجرت وکړو". دغه جرگه غواړي فاټا دې ځانله صوبه جوړه شي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

Recommended

XS
SM
MD
LG