لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فاټا مشران وايي د اصلاحاتو په اړه د قادر بلوچ بیان د پوځ د دریځ پرضد دی


 که اسټيبلشمنټ نه غوښتی نو بيا به اصلاحات کميټۍ ته نه راتلی، په کمېټۍ کې هم د اسټيبلشمنټ غړي وو، زماد معلوماتو تر مخه دوي هم غواړي چې اصلاحات وشي "
که اسټيبلشمنټ نه غوښتی نو بيا به اصلاحات کميټۍ ته نه راتلی، په کمېټۍ کې هم د اسټيبلشمنټ غړي وو، زماد معلوماتو تر مخه دوي هم غواړي چې اصلاحات وشي "

د قبايلي سيمو د سياسي ګوندونو د اتحاديې مرستيال مشر نثار مومند وائي د سرحداتو وزير عبدالقادر بلوچ وينا به د پوځ او قبايلي اولس ترمينځه غلط فهمۍ پېدا کړي.

نثار مومند وايي چې پوځ د اصلاحاتو ملاتړی دی او د فاټا خېبر پښتونخوا کې د شاملولو مخالفت به نه کوي، ځکه چې د وزير اعظم ميا نواز شريف جوړې کميټۍ هم خپل رپورټ کې ويلي ؤ چې تر ۷۰ فيصده زيات خلک غواړي چې سيمه په خېبرپښتونخوا کې شامل شي.

نثار مومند وايي: "۷۵ فيصده نه زيات خلک غواړي چې فاټا دې خېبر پښتونخوا کې شامله شي او د وزيراعظم کمېټۍ رپورټ کې هم دغه خبره ده، اوس دوي وايي چې پوځ د فاټا خېبر پښتونخوا کې شاملول نه غواړي نو دا به غلط فهمۍ پيدا کړي، د دې مطلب دا شو چې پوځ بل څه غواړي، خونه داسې نه ده، پوځ غواړي چې فاټا کې دې اصلاحات وشي"

د خېبر ايجنسۍ نه د پارليمان غړی شاه جي ګل افريدی وايي پوځ سره يي د اصلاحاتو په اړه يو شمېرليدنې شوي دي، خو په دغو غونډو کې د فاټا په خېبرپښتونخوا کې د شاملولو کوم مخالفت مخې ته نه دې راغلی.

ښاغلی شاه جي ګل وايي: " که اسټيبلشمنټ نه غوښتی نو بيا به اصلاحات کميټۍ ته نه راتلی، په کمېټۍ کې هم د اسټيبلشمنټ غړي وو، زماد معلوماتو تر مخه دوي هم غواړي چې اصلاحات وشي."

د پاکستان د پوځ وياندې ادارې ائي ايس پي ار هم وار په په وار د فاټا قامي چوکاټ کې د شاملولو خبره کړې ده او په ښکاره يي د فاټا په خېبرپښتونخوا کې شاملېدوملګرتيا يا مخالفت نه دی کړی.

د قبايلي سيمو د وکيلانو سازمان پخوانی مشر اعجاز مومند وايي د مين سټريمنګ يا قامي چوکاټ کې شاملولو په مطلب تراوسه نه دی پوهه.

"زما په خيال د قامي بهير مطلب دا دې چې پوره پوره فاټا د پاکستان ائين لاندې راشي، خو که د دوي مطلب دا وي چې فاټا کې به د پاکستان ائين نه وي، د خېبرپښتونخوا برخه به نه جوړيږي نو بيا خو به فاټا د وړاندې پشان علاقه غير پاتې شي، بيا دوي مونږ له په قامي بهير کې څه راکوي.٬٬

د زيارت په ورځ د پاکستان د سرحداتو او مملکتونو(سيفران) وزير عبدالقادر بلوچ د سېنېټ غونډې ته خپله وينا کې ويلي وو پوځ غواړي قبايلي سيمې دې خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو نه وړاندې په قامي چوکاټ کې شاملې کړی شي.

عبدالقادر بلوچ د سېنېټ اجلاس ته دا هم ويلي چې هڅه به کوي د رواج ايکټ مسوده د سيفران کمېټۍ نه منظوره کړي او د روانې مياشت په اخره کې يي سينټ ته د منظورۍ د پاره وړاندې کړي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG