لاس رسیدونکی لینک

ترهگرۍ دلاسه د پاکستان په قبایلي سیمو کې د خلکو خفگان او پریشانۍ زیاتې شوي دي


په ورستي کلونو کې په پاره چنار کې په فرقه ایز تشدد کې اضافه شوي ده. د جون په میاشت کې د پاره چنار په بازار کې دوو بم چاودنو د ٧٠ نه زیات کسان ووژل او ٢٥٠ نور يې زخمیان کړل

د بې امنۍ ښکار د پاکستان په قبایلي علاقو کې ترهگرۍ د پرله پسې حملو دلاسه په خلکو کې خفگان، پریشاني او نورې نفسیاتي او ذهني مسلې زیاتي شوي دي.

د وایس اف امریکا سره خبرو کې د نفسیاتي ناروغو ماهر ډاکټر طلحه رحمان وویل په مسلسل توگه فرقه ایز او د وسله والو تشدد خلک د پریشانۍ سره مخامخ کړي دي او دا مسله ځکه نوره هم سنگینه شي چې صحت د خیرښیگړې سهولتونه په اکثر ځایونو کې نشته او خلک د خپل ځان علاج خپله کول شروع کړي.

ډاکټر رحمان د "علاج" نومې غیر حکومتي فلاحي ادارې یو مشر دی او د ډاکټرانو په هغه ډله کې شامل و چې په ورستۍ ورځو کې يي د کرمې ایجنسۍ په مرکزي ښار پاره چنار کې خلکو د ذهني صحت جاج اخیستی و.

ډاکټر رحمان وویل په پاره چنار کې د هرې دویمې کورنۍ زوی، ورور یا پلار په ترهگرۍ کې وژل شوی دی، ترهگرۍ د ټولنې ریښې شلولي دي او ددې دلاسه د خلکو په احساساتو او ذهنونو اثر شوی دی.

په ورستي کلونو کې په پاره چنار کې په فرقه ایز تشدد کې اضافه شوي ده. د جون په میاشت کې د پاره چنار په بازار کې دوو بم چاودنو د ٧٠ نه زیات کسان ووژل او ٢٥٠ نور يې زخمیان کړل.

د جون په دغه بم چاودنو کې د پاره چنار اوسیدونکي همایون توري مشر ورور هم وژل شوی دی. د وي او ای سره خبرو کې همایون توري وویل د ورور د مرگ خفگان به يې د ټول عمر مل وي. هغه وویل "ځما د ورور څلور لوڼه دي وس به يې څوک خیال ساتي؟ مونږ د تیرو څو لسیزو راهسې جاري تندلاریتوب قیمت ادا کوو. زمونږ هادیرې د معصومو خلکو نه ډکې شوي دي."

علاج نومې ادارې په ورستیو ورځو کې په پاره چنار کې د مقامي خلکو د ذهني صحت د مطالعې انتظام کړی و. ډاکټرانو دپاره دا د خوشحالۍ خبره وه چې خلک په خپلو ذهني مسلو خبرو نه شرمیدل.

د ١٩٨٠ په لسیزه کې د پخواني سویت یونین خلاف د افغانستان جنگ نه را واخلې د موجوده وخت تندلاریتوب پورې په سیمه کې کله هم امن نه دی پاتې شوی او ماهرین وايي دې د خلکو په ذهنونو ژور اثرات کړي دي.

په اسلام آباد کې میشته د انساني حقونو کارکونکي طاهره عبدالله وايي "په دې سیمه کې دریو نسلونو امن نه دی لیدلی. د اتیایم راهسې دا خلک مسلسل د جنگ او د ویرې په حالت کې پاتې شوي دي."

ماهرین وايي صحت د بنیادي سهولتونو نشت والی، کمزوری حکومت، تندلاریتوب او د وسله والو خلاف د امنیتي ادارو د عملیاتو له کبله نه یوازې د خلکو عام ژوند متاثر شوی بلکې د قبایلي سیمو د خلکو ذهني او نفسیاتي مسلې هم ډیرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG