لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ په فاټا کې د اصلاحاتو یو وارې بیا ملاتړ کړی


د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمرجاوید باجوه ویلي په فاټا کې د اصلاحاتو ملاتړ کوي.

د پاکستان د پوځ عامو اړیکو څانگې یا ایي ایس پي ار ترمخه جنرل باجوه دا خبرې د فاټا گڼ شمیر مشرانو، ملکانو او د طالب علمانو سره په یوه غونډه کې وکړې.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه د فاټا د اصلاحاتو دا مرسته په داسې وخت کې کړې چې د قبایلي سيمې د خلکو، سیاسي مشرانو او د هیواد اکثره سیاسي گوندونو لخوا د اصلاحاتو لپاره هسې ډیرې تندي کړی شوي دي.

په قامي اسمبلۍ کې مخالفه سیاسي گوندونو او د قبایلي سیمو د ځینې پارلیماني غړو لخوا نن په دریمه ورځ هم احتجاج شوی او د اصلاحاتو د عملي کولو غوښتنه یې کړې ده.

د پوځ مشر د قبایلي سيمې مشرانو او طالب علمانو سره د غونډې په اړه پوځ په خپل بیان کې وویل جنرال باجوه قبایلي مشرانو او طالب علمانو ته دا یقین ورکړو چې پوځ فاټا کې د اصلاحاتو او په "قامي بهیر" کې د سيمې د شاملیدو مکمل حمایت کوي.

جنرل باجوه د فاټا ځوانانو ته نصېحت وکړو چې د فاټا د "امن او پرمختگ دپاره دې خپل کردار ادا کړي ځکه چې دوي د اینده مشران دي."

د پوځي مشر سره په غونډه کې د باجوړ یو مشر گل کریم خان هم و هغه وي او ای ډیوه ته وویل د قبایلي مشرانو سره د جنرل باجوه د خبرو نه داسې ښکاریده چې هغه په خېبر پښتونخوا کې د فاټا د "انضمام په حق کې و."

د وي او ای ډیوه د روانو چارو پروگرام هېلو وي او ای کې گل کریم خان وویل جنرل باجوه سره په غونډه کې د فاټا د هرې ایجنسۍ نه د ١٠ نه تر د ١٣ ؤ پورې مشرانو موجود وو او هر چا ته د خبرو موقع ورکړی شوي ده.

گل کریم خان وویل په غونډه کې د مختلفو نظرنو څرگندونه وشوه، چا غوښتل چې فاټا ته دې د جدا صوبې درجه ورکړی شي، چا وویل چې د فاټا د انتظام دپاره دې د گلگت بلتستان په رنگ یو کونسل جوړ شي، چا وویل چې په ایف سي ار کې د بدولون وشي او چا ددې سيمې په خېبر پښتونخوا کې د شاملیدو خبره کوله.

گل کریم خان خپله د فاټا په خېبرپښتونخوا کې د شاملیدو په حق دی او ویل یې چې په د پوځي مشر سره په غونډه کې اکثریتي فکر هم دغه و خو په دغه غونډه کې د شمالي وزیرستان ملک خان مرجان جدا نظر لرلو.

ملک خان مرجان د وي او ای ډیوه پروگرام کې وویل په خېبر پښتونخوا د شاملیدو پرځای پکار ده چې د قبایلي علاقو خلک خپل جدا شناخت ولري. هغه وویل قبایلي سیمې د قدرتي وسایلو نه ډکې دي او په دې حق د ځایي خلکو دی.

په قامي اسمبلۍ کې د خېبر اېجنسۍ غړی شاجي گل افریدی چې په فاټا کې د اصلاحاتو لپاره په پارلیمنټ کې د قانون سازۍ کوښښونه کوي، په هېلو وي او ای پروگرام کې یې وویل فاټا ته د هايي کورټ او د سپریم کورټ د عملدارۍ غځولو پرځای اوس ددوي کوښښ دی چې د اصلاحاتو د ټول "پیکیج" دپاره دې قانون سازي وشي، چې پکې به په اینده انتخاباتو کې په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د فاټا لپاره د څوکیو ټکی هم شامل وي.

شاه جي گل وویل د فاټا د اصلاحاتو په اړه د خبرو اترو دپاره یې په راتلونکو څو ورځو کې د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره لیده کاته ټاکل شوي دي.

د شاه جي گل افریدي د وینا نه څو ورځې وړاندې فاټا ته د هايي کورټ او سپریم کورټ د اخیتار غځولو دپاره په قامي اسمبلۍ کې د قانون سازۍ نقطه د اسمبلۍ د ایجنډې نه د لرې کیدو په مسله د فاټا غړو احتجاج وکړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG