لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به راحیل شریف د سعودي پوځي ایتلاف نه بیرته راوغواړي که نه؟


د پاکستان پارلیمان کې د مخالفه سیاسي ګوند پیپلز پارټۍ غړي او وتلي سنیټر فرهت الله بابر ویلي دا خبره اوس څرګنده ده چې د سعودي عرب پوځي ایتلاف د ایران پرضد دی.

په سنیټ کې د یو بحث په وخت سنیټر فرهت الله بابر وویلي چې د سعودی عرب دغه پوځي ایتلاف د اهدافو د معلومیدو وروسته اوس پوښتنه دا ده ایا پاکستان به پخوانی جنرال راحیل شریف ددغه پوځي ایتلاف له مشرۍ نه واپس را غواړي او کنه؟

د پاکستان حکومت وړاندې پارلمان ته دا باور ورکړی وه چې څه وخت هم وغواړي نو جنرال راحیل شریف ددغه ایتلاف د مشرۍ نه بیرته رابللی شي.

د پاکستان د خارجه چارو لپاره صلاکار سرتاج عزیز سنیټ ته ویلي چې د سعودي عرب د پاچا څو ورځې وړاندې دغه اعلان چې پوځي ایتلاف ایران هم په هدف کولای شي هسې یو سیاسي بیان وو.

څیړنکاران وایي د پاکستان د خارجه چارو صلاحکار سرتاج عزیز د سعودي د پاچا د بیان دفاع بې ځایه ده او پکار ده چې سعودي چارواکي په دې اړه خپل دریځ ښکاره کړي.

تیره ورځ د سنیټ چیرمین رضا رباني د پاکستان حکومت لخوا د سعودي عرب سره پوځي ایتلاف په اړه پارلمان ته د معلوماتو د نه ورکولو په رویه سخت خفګان ښودلی وه.

رضا رباني ویلي وو: ٫٫داسې ښکاري د پارلمان څه حیثیت نشته٬٬.

د سینټ غړي وايي د تیرو څو ورځو راهیسې حکومتي غړي پارلمان ته د سعودي عرب سره پوځي ایتلاف کې د شاملېدو په اړه د معلوماتو ورکولو نه ډډه کوي.

د سنیټ یوه غړي طاهر حسین مشهدي ډیوه راډیو ته په یوه مرکه کې ویلي: ٫٫د پاکستان خلک د هېواد د سټراتېژیکي ښېګڼې او خارجه تګلارې د حکومتي فیصلو په اړه ډیرې اندېښنې لري٬٬.

د پاکستان حکومتي چارواکو وخت په وخت دا تکرار کړېده چې د دوو مسلمان هېوادونو ترمنځ په کړکېچ کې به بې طرفه پاتې کیږي.

ایران هم په پاکستان څو اونۍ وړاندې دا غږ کړی وه چې د سعودي عرب د ملګرتیا نه دې ډډه وکړي ځکه چې د سعودي په مشرۍ کې جوړ شوی پوځي ایتلاف د سني هېوادونو ایتلاف دی.

د سعودي عرب په مشرۍ کې جوړ د څلویښتو هیوادونو ایتلاف باندې تر ټولو غټه نیوکه دا ده چې دا د سني هیوادونو ایتلاف دی او حدف يې شیعه ایران دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG