لاس رسیدونکی لینک

د جوهري موادو غله دې معلوم او سزا شي. فرحت الله بابر


د پاکستان په سینټ کې د مخالفه ګوند سېنټر فرحت الله بابر ویلي د پخواني پوځي امر جنرال پرویز مشرف په حکومت کې د جوهري موادو په غیر قانوني توګه ایران، لیبیا او شمالي کوریا ته ورکولو پلټنې دې وشي.

سینټر بابر ویلي پخواني صدر مشرف په خپل کتاب کې پخپله منلي ٫٫ د ټنونو په حساب جوهري مواد د پاکستان نه لیبیا، ایران او شمالي کوریا ته په غیر قانوني توګه لیږل شوي.٬٬

فرحت الله بابر ویلي داسې امکان نشته دغه ټول کار یواځې ډاکټر عبدالقدیر کړی وي.د هغه سره په دې کار کې ککړ نور کسان دې معلوم شي او ورته دې سزا ورکړی شي.

ښاغلي فرحت الله بابر هم په دغه اړه د ډیوه ریډیو سره ځانګړې خبرې کړي تاسو يې په لاندیني لنک اوریدی شۍ.

د پاکستان په جوهري پروګرام وړاندې هم د نړۍ لخوا اندیښنې څرګند شوې وې چې دغه غیر محفوظ دی او ترهګر يې په اسانه ترلاسه کولی شي.

XS
SM
MD
LG