لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصر کې د اخوان المسلمين د مشر په گډون ۶۸۳ کسانو ته د مرگ سزا


اپورونه وايي فيصله د ۱۴۸ کسانو په موجودگۍ او نورو په غيرموجودگۍ کې اورول شوې ده .
اپورونه وايي فيصله د ۱۴۸ کسانو په موجودگۍ او نورو په غيرموجودگۍ کې اورول شوې ده .
د مصر يو عدالت نن د گل په ورځ د اخوان المسلمين د مشر محمد بديع په گډون د دغه ډلې ۶۸۳ پلويانو ته د مرگ سزا اورولې ده .
د راپورونو ترمخه د مصرپه جنوبي ښار مينيا کې يو عدالت د اخوان المسلمين ډلې مشر محمد بديع او د دغې ډلې ۶۸۳ پلويانو ته د تشدد څخه ډکو مظاهرو او په پوليس د بريدونو په تورد مرگ سزا اورولې ده .
راپورونه وايي فيصله د ۱۴۸ کسانو په موجودگۍ او نورو په غيرموجودگۍ کې اورول شوې ده .
د خبري ادارې ای پي ترمخه د کيس د صفائۍ يو وکيل علي کمال وئيلي ، فيصله د اته منټو اوريدنې وروستو اورول شوې ده . او نوموړي وئيلي دا د قانون خلاف کار دی او دويې به يې په ضد په اسانه اپيل اوکړي .
د راپورونو ترمخه د خالي په ورځ هم يو عدالت د څوکۍ څخه لری کړی شوي پخواني صدر محمدمرسي ۱۱ پلويانو ته د ۸۸ قيد سزا اورولې وه .
او له دې وړاندې تېره مياشت هم دغې عدالت د مرسي ۵۲۹ نورو پلويانو ته د مرگ سزا اورولې وه .
د خبري ادارې ای پي ترمخه په دغو کسانو کې عدالت وروستو ۳۷ کسان خوشي کړي ، او د ۴۹۰ کسانو د مرگ سزا يې په عمر بند بدله کړې وه .
د راپورونو ترمخه د محمد مرسي په دغو پلويانو چې عدالت ورته نن د مرگ سزا واوروله ، په دويې تېر کال د اگست په مياشت کې قاهره کې د احتجاج په مهال په پوليس د بريدونو او د وژنو تورونه دي .
د سزا اورولو وروستو د کيس يو وکيل احمدحفني وئيلي د قانون ترمخه دغه فيصله به د منظورۍ دپاره د مصر مفتي اعظم ته لېږلی شي . اود مفتي اعظم د منظورۍ وروستو به د جون د مياشتې په ۲۱ نيټه ختمي فيصله اورولی شي .
د راپورونو ترمخه د فيصلې اورولو په وخت د عدالت نه بهر په گڼ شمير کې د هغو کسان خپل خپلوان راجمع ؤ چې زنانه هم پکې شاملې وې ، چې سزا ورته وارول شوه . د هغې وروستو دغو کسانو نعرې وهلي او فيصله يې د انصاف په ضد گرځولی ده .
محمدمرسي تېرکال د جولائۍ په مياشت کې پوځ د څوکۍ څخه لرې کړی ؤ ، او دهغې وروستو په قاهره کې مظاهرې پېل شوې او په سلگونو کسان پکې وژل شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG