لاس رسیدونکی لینک

د طالبانو اهم مشر عصمت الله شاهين بېټنې شمالي وزیرستان کې وژل شوی


عصمت الله شاهين بېټنې په تېر وخت کې د طالبانو د شورا مشر پاتې شوی ، او چې کله د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله محسود ډرون بريد کې ووژل شو ، نو هغه د طالبانو موقعتي مشر جوړ کړی شو .

د پاکستاني طالبانو د تحريک مهم مشر عصمت الله شاهين بېټنې د شمالي وزيرستان مرکز ميران شاه سره نزدې سيمه کې د نامالومه وسله والو په ډزو کې سره د درېو ملگرو وژل شوی دی .

د پاکستاني طالبانو د تحريک مهم مشر عصمت الله شاهين بېټنې د شمالي وزيرستان مرکز ميران شاه سره نزدې سيمه کې د نامالومه وسله والو په ډزو کې سره د درېو ملگرو وژل شوی دی .
امنيتي سرچينو پخلی کړی چې د عصمت الله شاهين بېټني د وژنې پېښه نن د گل په ورځ د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان د مرکز ميران شاه سره نزدې درگه منډۍ سيمه کې رامنځته شوې ده ، او نامالومه وسله والو هغه سره د ډرائيور او دوه محافظو په هدف کړی دی .
د راپورونو ترمخه د عصمت الله شاهين د وژنې پخلی د هغه کورنۍ هم کړی دی ، ولې په دغې اړه د پاکستاني طالبانو لخوا کوم خبر مخې ته نه دی راغلی .
عصمت الله شاهين بېټنې د طالبانو د شورا مهم غړی ؤ ، او د سرچينو ترمخه هغه د حکومت سره د مذاکراتو پلوي ؤ ، وئيل کيږي د طالبانو لخوا حکومت سره د روغې جوړې خبرې هم عصمت الله شاهين ته سپارل شوې وې .
عصمت الله شاهين بېټنې په تېروخت کې د طالبانو د شورا مشر پاتې شوی ، او چې کله د پاکستاني طالبانو مشر حکيم الله محسود د تېر کال نومبر په لمړۍ نېټه ډرون بريد کې ووژل شو ، نو عصمت الله شاهين بېټنې د طالبانو موقعتي مشر جوړ کړی شو .
او تر دوؤ اوونو پورې د طالبان مشر ؤ ، او بيا مولوي فضل الله د طالبانو مشر جوړ شو چې وس هم دغه مشري د هغه سره ده .
سر چينې وايې چې د پاکستاني حکومت سره د طالبانو لخوا د جوړې کميټۍ دوه غړي پروفېسر ابراهيم او مولانا يوسف شاه کله د طالبانو سره د خبرو اترو دپاره وزيرستان ته تلي وو ، نو په ميران شاه کې ليده کاته هم د عصمت الله شاهين بېټنې سره شوي ؤ .
د پاکستاني طالبانو مهم مشر عصمت الله شاهين په داسې حال کې وژل شوی چې د حکومت او طالبانو ترمينځ د جوړجاړي خبرې د مهمندو ايجنسۍ د ۲۳ ملېشې عسکرو د وژنې وروستو ځنډېدلي دي .
او د دې ترڅنگ په تېرو څو ورځو کې پرله پسې په قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان ، خيبر ايجنسۍ او هنگو ضلعې په ټل سيمه کې د جنگيالو په پټو ځالو د پوځ لخوا د جيټ الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو د لارې گوله باري شوې ده .
۳۶ کلن عصمت الله شاهين بېټنې د جنوبي وزيرستان د جنډولې په خېچۍ کلي کې پېدا شوی ، او په کال ۲۰۰۴م کې د وسله والو طالبانو عبدالله محسود په ډله کې شامل شوی ؤ . په فکري توگه هغه د سپاه صحابه او لشکرې جهنگوي ډلې سره تړون لرلو ، او شيعه مسلمانانو سخت مخالف ؤ .
شاهين بېټنې د يو شمېر خودکش او بمي بريدونو زمه وارۍ قبولې کړې او د امنيتې سرتېرو د وژنې سره د نورو خلکو په وژنه تورن ؤ ، ولې د دې ترڅنگ هغه ډېره موده په خپله هم د طالبانو مخالف پاتې شوی وو .
عصمت الله شاهين د بېټنو د قبيلې لمړی کس ؤ چې د پاکستاني طالبانو مشر جوړ شوی ؤ .
XS
SM
MD
LG