لاس رسیدونکی لینک

جنوبي یورپي هیوادونو داعیش خلاف کې جنگ په اتحاد اچولی


د امریکې گوانټانامو بې کیوبا زندان نه ازاد کړی شوي دوه ويغور چینائي مسلمانان البانیه کې اباد کړی شوې دي

د یورپ په جنوب ختیز کې پرتو هیوادونو ژمنه کړې چې د تندروه ډلې داعیش خلاف جنگ به د یو بل سره همکاري او مرسته زیاتوي.

د البانیه سرښار ترانه کې نهې یا سه شنبې په ورځ د ساوت ایسټ یورپین کواپریشن پروسیس ١٣ غړو هیوادونو خارجه وزیرانو په یو مشترکه بیان کې د ترهگرۍ او یورپ کې د ترهگرو ډلو د موجودگي غندنه وکړه.

خارجه وزیرانو په دې خبره زور واچولو چې د ترهگري مقصد یا شروع کولو په څه خبره هم جواز نشي وړاندې کیدی او دا د کوم قامیت، مذهب یا نسلي ډلې سره نه شي تړلې کیدې.

وزیرانو زیاته کړه چې مشترکه خطرو او چیلنجونو ته مشترکه ځواب ورکولو ضرورت وي چې پکې د قانون واک مضبوطول او داسې پالیسۍ پرځائې کول شامل دي چې اقتصادي پرمختگ، تعلیم، برابر مواقعو او صحت او روزگارونو پورې یو شان رسائي وړاندې کوي.

البانیه، بوسینا اینډ هرزیگوینا، بلغاریه، کرویشیا، گریس، میسډونیا، مولدویه، مونټېنیگرو، رومانیه، سربیا، سلوینیا، ترکي، کوسوو د ساوت ایسټ یورپین کواپریشن پروسیس غړي دي

XS
SM
MD
LG