لاس رسیدونکی لینک

د کډوالو له وجې اسټریا د اوورګاډو تګ راتګ اودرولې


Europe Migration

نن د زیارت په ورځ هم په زرګونو غېرقانوني کډوال پداسې حال هنګېري ته ورروان دي چې د مېساډونیا او یونان په پوله د سختو بارانونو د خطر سره مخ دي او د کډوالو د لوې شمېر له وجې اسټریا هنګري ته خپل د اوورګاډو تګ راتګ اودرولې دی.

د هنگري چارواکو ویلي د شروع شپې نه د زیارت سحر پوری د هنگري نه سربیا ته دریو زرو نه زیات کډوال اوړیدلي دي او هم دومره شمیر کې خلک هنگري نه اسړیا ته تلې دي. په شرقي اسړین کلي نیکیلسډورف کې په زرگونو خلک ویانا ته تلو لپاره د ټرینونو یا اوور ګاډو په انتظار دي.

تیره اونئ د اسړیا لخوا د سیاسي پناه خواستونه قبلولو اعلان وروستو په زرگونو کډوال اسړیا ته روان شوي. د دوېم نړیوال جنگ روستو دا لومړی ځل دی چې په دومره لوی شمیر کډوال یورپ ته روان دي.

امریکه هم د شروع په ورځ ژمنه کړې ده چې د شام او نورو جنګ ځپلو هیوادونو کډوالو ته به پناه ورکوي.

اخوا یورپ یوه نوې منصوبه ښکاره کړېده چې ترمخه به ئې د تیر مئ میاشتې کې یونان او اټلي نه راتلونکې څلوېښت زره کډوالو ترڅنگ اضافي یو لاکه شل زره کډوال به د کوټې نظام لاندې په اروپائي هیوادونو کې ویشلې کیږي.

خو رومانېه او سلواکېه دغه پلان رد کړی او د رومانیه چارواکو وېلي په دومره لویه شمیره کې کډوالو له پناه نه شي ورکولې.

XS
SM
MD
LG