لاس رسیدونکی لینک

يمن: د کډوالو کشتۍ ډوبېدو پېښه کې ۷۰ کسان مړه شوي دي


د کډوالو دپاره د ملگرو ملتونو ادارې ۲۰۱۴م کال په سمندري لارو يمن ته د تلونکو کډوالو دپاره تر ټولو زيات خطرناک کال گرځولی دی .

د يمن د لوئيديز ساحل سره نزدې د کډوالو يوه کشتۍ ډوبه شوې ، چې پکې ۷۰ کسان مړه شوي دي . راپورونه وايي په مړه شوؤ کې د زياترو کسانو تعلق د ايتوپيا سره دی .

د يمن چارواکو وئيلي ، دغه پېښه د تعزصوبې د المکه ساحل سره نزدې رامنځته شوې ده ، او کشتۍ د تېزو طوفاني هواگانو او سمندري چپو له امله ډوبه شوې ده . راپورونه وايي پېښه د خالي په ورځ رامنځته شوې خو چارواکو يي پخلی د اتوار په ورځ کړی دی .

د بحېره احمر په لار يمن او د هغې ځايې نه يورپ ته هر کال په دغې لار په زرگونو کسان په کشتو کې سفر کوي ، او په دغو کشتو کې د حساب نه زيات کسان کښېنول کيږي او يا بيا په لاقانونه لارو دغه خلک هلته وړلی شي .

په وروستيو کې د کډوالو دپاره د ملگرو ملتونو ادارې ۲۰۱۴م کال په سمندري لارو يمن ته د تلونکو کډوالو دپاره تر ټولو زيات خطرناک کال گرځولی دی .

راپورونه وايي روان کال کې تراوسه پورې په سمندري لارو د تلو په مهال رامنځته شوؤ پېښو کې د مړو شمېره ۲۸۵ ته رسېدلې ده .

XS
SM
MD
LG