لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سعودي عرب کې د اته زره بې روزگارو شوو پاکستانیانو لپاره د امداد اعلان


د پاکستان وزير اعظم نواز شريف اعلان کړی دی چې په سعودي عرب کې د بېروزگاره شوو خلقو د کورنو سره به کمک کوي - مطبوعات واېي ښاغلي شریف پنځوس کروړه روپۍ د امداد په توگه منظور کړي او هر خاندان ته به پنځوس زره روپۍ امداد ورکول کیږي.

په سعودي عربستان کې د پاکستان سفير ښاغلي منظورالحق ويلي دي خوا وشا اته زره پاکستانیان په سعودي عرب کې دا وختبې روزگاره دي-د ډیوه ریډیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې ښاغلي سفير ويلي دي دې خلقو به د دوه کمپنیو اوجر او سعد کنسټرکشن سره کارونه کول چې زیاتره پکې محنت کش وو.

رپورټونه واېي دغه خلق د اووه میاشتو راهسې د خپلو نوکرو څخه ويستل شوي او د مالي ستونزو د لاسه د ولږو تندو سره مخ دي په سعودي عربستان کې نزدې دوه نيم میلینه پاکستانیان کارونه کوي.

هلته په سعودي کې یو بې روزگاره شوي مزدور حضرت گل ډیوه ریډیو ته ویلي دي چې دشپږو میاشتو تنخوا ورته نه ده ورکړې شوې اونه یواځې دا چې پخپله د قرضونو لاندې راغلی دی بلکې په وطن کې یې ښځه او بچي هم د دکاندارانو څخه په قرضونو سوداگانې کوي. حضرت گل واېي لرې نه ده که دکلي دکاندار ورته ادهار سودا بنده کړه- یو بل محنت کش یونس تنها واېي د بې روزگارۍ د لاسهډیر بې وسه شوی دی او ورسره په جده کې د سفارت خانې د فتر هيڅ قسمه کمک نه کوي.

سفير واېي سفارت خانه ددغه بې روزگاره شوو پاکستانیانو سره د خوراک سخاک کمک کوي او هڅه روانه ده چې د دوېيودورل شوې تنخواگانې ورکړې شي.

ښاغلي منظورالحق ویلي دي چې د بې روزگاره شوي پاکستانیانو په ستونزو ورسره د سعودي مشرانود کُمک لوظ کړی دی خو سفير واېي دا نه شي ویلی چې سعودي کمپنیو یا سوداگرود پاکستانیانو روزگارونه ولې ختم کړي دي سفير زیاتوي دا وخت په دغه کمپنیو کې حال داسې نه دی چې ورسره تفصيلي خبرې اترې وکړې شي.

نړیواله مطبوعات واېي په سعودي کې د خامو تیلو نرخونو ختلو سره کمپنۍ په تاوان کې روانې دي او خپل نوکران یې د کاره وښکلي دي.

ښاغلی سفير منظورالحقد جولاېي په اووم تاريخ ډیوه ریډیو ته په یوه مرکه کې ویلي وو "هم نند وزير انصاف سره میلاؤ شوې یمه او ما ورسره دا خبری کړي دي چې پکار ده چې ددې خلقو سره مدد وکړی شي ددې نه علاوه دوه ورځې وړاندې زه میلاو شوی وومه د فارن مينسټر(د باندينو چارو وزير) سره – د هغې نه وړاندې زه میلاو شوی وومه د لیبر سیکټري (د خواري کښو د چارو سیکتر) سره" ښاغلی سفير واېي دغه ټول چارواکي په دې خبر دي او په لویه کچه ددې مسلې د حل لټون روان دی.

یو سعودي اخبارعرب نیوز د جولاېي په دیرشمه په خپل یو خبر کې ليکلي دي چې دسوونو په شمیره کې د اوجر کمپنۍ بې روزگاره کړې شوو محنت کشو د خپلو تنخواگانو لپاره په شمالي جده کې مظاهره کړې ده.

یو پاکستانی اخبار واېي سعودي مشرانو ويلي دي چې ددغو کمپنیو څخه یې د بې روزگاره کړی شوو محنت کشو د اجرتونو اخستو امر کړی دی- سفير منظورالحق واېي تمه کوي ددغه مشکلاتو حل به زر راوځي.

په سعودي عرب کې د پاکستان ، هندوستان، بنگله دیش او نورو ایشیاېي هیوادونو په میلینو محنت کش د تیرو څو لسیزو راهسې کارونو له ځي. نورتفصيل په مرکه کې واورئ چې رحمان بونيري ورسره کړیده.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:21 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG