لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا په زياتره سيمو کې نن غټ اختر نماځل کيږي


د تېر په رنگ دا ځل هم پاکستان کې په بېلابيلو ورځود اختر نمانځلو روايت په ځايي پاتې شوی
د تېر په رنگ دا ځل هم پاکستان کې په بېلابيلو ورځود اختر نمانځلو روايت په ځايي پاتې شوی

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې د سر ښار پېښور سره په زياترو غټو ښارونو کې غت اختر نن د اتوار په ورځ نمانځل کيږي . وزيراعلي خېبرپښتونخوا پرويزخټک نن اختر کړی دی ، او د صوبې گورنر مهتاب احمدخان عباسي به صبا د گل په ورځ د مرکزي رويت هلال کميټۍ لخوا په اعلان شوې د گل په ورځ غټ اختر نمانځي .

د خېبرپښتونخوا صوبې د سرښار پېښور سره ، مردان ، چارسده ، نوښار، صوابۍ ، بنو ، لکي مروت ، ټانک . کوهاټ او هنگو کې نن غټ اختر نمانځل کيږي ، او خلک قربانۍ کوي . په قبائيلي سيمو کې او د شمالي وزيرستان کډوال هم نن غټ اخترنمانځي . پېښور کې د افغانستان کډوالو دخالي په ورځ غټ اختر کړی وو .

د تېر په رنگ دا ځل هم پاکستان کې په بېلابيلو ورځود اختر نمانځلو روايت په ځايي پاتې شوی ، دخېبرپښتونخوا وزيراعلي پرويزخټک په خپله پلارنۍ سيمه نوښار کې د اختر نمونځ کړی ، او د صوبې گورنر مهتاب احمدخان عباسي به صبا د مرکزي رويت هلال کميټۍ لخوا په اعلان شوې ورځ اختر کوي .

د سرکاري رويت هلال کميټۍ لخوا په رسمي ډول اعلان صبا د گل په ورځ د غټ اخترنمانځلو اعلان شوی ، او د هيواد د پلازميني اسلام باد سره ، پنجاب ، سندهـ او بلوچستان صوبو کې به هم خلک په سرکاري اعلان صبا اختر کوي .

د پاکستان گاونډي هيواد افغانستان او زياتره اسلامي نړۍ کې د خالي په ورځ غټ اختر نمانځل شوی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG