د مصر په جزیره سیناې کې د نهې یا سه شنبې په ورځ سحر وختي یو ځان مرگي حمله کونکي د بارودي موادو نه ډک گاړی د پولیس د یو پوسټ سره وو جنگولو چې له قبله يي یو ملکي کس ووژل شو او ٢۴ پولیس زخمیان شول.
امنیتي چارواکو ویلي دي د حمله کونکي گاْډی چې څه وخت پولیس سټیشن ته نزدې ورغلو نو پولیسو پرې ډزې هم وکړې خو حمله کونکي موټر وو نه درولو او د پولیسو د ډزو له قبله په موټر کې موجود بارودي مواد وچاودیدو.
پیښه په العارش ښار کې رامېنځته شوېي.
تراوسه چا هم د حملې ذمه واري نه د قبوله کړې.
په جزیره نما سینائي کې د بریدونو زیاتره شک په اسلامي تندلارو کیږي چا چې کال ٢٠١٣ کې د صدر محمد مورسي د واک ړنگیدو وروسته په بریدونو کې اضافه کړې ده. د دې بریدونو زیاتره حدف د مصر پوځ او پولیس وي.
د نهې په ورځ هم العرش ښار ته نزدې د سړک په غاړه بم چاودنه کې درې پولیس واله وژلې شوې وو.