لاس رسیدونکی لینک

مصري جهاز په غورځیدو کې مامورین د ترهگرۍ امکان څرگندوي


د ایجپټ ایئر په غورځیدلې جهاز کې د مسافرو خپل خپلوان

په بحیره روم کې مصر د مسافرو د هغه جهاز د ملبي لټون روان دی چې فرانس نه د قاهرې د سفرو په مهال غورځیدلی دی او پکې سواره ټول ٦٦ کسان مړه شوي دي. مصري مامورینو د الوتکې په غورځیدو کې د ترهگرۍ امکان نه دی رد کړی.

د ایجپټ ایئر نومې کمپنۍ په جهاز کې ٦٦ کسان سواره وو. جهاز قاهره ته نژدی شوی و گمان کیږي چې په بحیره روم کې وغورځیدو. په ابتدائي اطلاعاتو کې ویل شوي وو چې د جهاز ځېنې برخې یونان ساحل سره نژدې موندلی شوي دي خو بیا مامورینو وویل په کره توگه ملبې د موندلی کیدو تصدیق نه شي کیدلی.

مصري مامورینو د جهاز په غورځیدو کې د تکنیکي خرابۍ پرځائې د ترهگرۍ امکان څرگند کړی دی خو لا تر اوسه په کره توگه څه نه دي ویل شوي.

ویل کیږي چې د قاهرې په لورې د سفر په مهال جهاز په ناڅاپه ډول خپل رځ بدل کړو، په کښته تگ يي شورو کړو او بیا د ریډار نه غیب شو.

په قاهره کې د مصر د هوابازۍ وزیر شریف فاتحي ویلي که چرې د جهاز د غورځیدو سبب ترهگري ثابته شوه نو د کوتاهۍ ذمه واري به د فرانس په غاړه وي. هغه وویل د ټیکنیکي خرابۍ پرځاېي د ترهگرۍ امکان زیات ښکاره کیږي.

د ایجپټ ایئر جهاز د قاهرې د وخت مطابق سحر دوه نېمې بجې په داسې مهال د ریډار نه غیب شو چې ١٦ کلومیټره د مصر په فضائي حدود کې دننه وو او ١١٠٠٠ میټره په هوا کې اوچت و.

په جهاز کې ٥٦ مسافر سواره وو چې پکې د فرانس، برطانيي، مصر، عراق، کویت، سعودي عرب،سوډان، چډ، پرتگال، الجیریا، کینډا او د امریکې شهریان شامل دي.

تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د روس د مسافرو یو جهاز د مصر په سینايي صحرا دپاسه د پرواز په وخت وغورځیدو. روس وویل جهاز د چاودنې له امله غورځیدلی چې پکې ٢٢۴ کسانو ژوند دلاسه ورکړو.

دداعش یوې زیلې څانگې په جهاز کې د چاودنې د سازش پړه په غاړه واخیسته.

XS
SM
MD
LG