لاس رسیدونکی لینک

مصر کې د گڼو خبریالانو خلاف مقدمې


مصر کې نیول شوي د الجزیره ټیلې ویژن خبریالان
مصر کې د زیارت په ورځ د الجزیره ټیلې ویژن خبریالانو په شمول د ٢٠ صحافیانو مقدمه شورو شوي چې مبصرین يي د هیواد پوځي حکومت لخوا د مخالفینو او د رائې د ازادۍ د چکولو اقدام گرځوي.
صحافیانو باندې د مصر خلاف د دروغو خورولو او د اخوان المسلیون سره د تعلق لرو الزامات لگول شوي دي. د مصر نوي حکومت اخوان المسلیمون ترهگر تنظیم گرځولی دی. خبریالانو کې څلور غیر ملکیان هم شامل دي.
نیول شوو خارجي صحافیانو کې مشهور، انعام گټونکی خبریال پیټر گرسټه هم شامل دی. د هغه پلار جورس گرسټه ویلي زوې به يي زر ازاد کړی شي. جورس گریسټه وویل زوی يي بې قصوره دی.
الجزیره ټیلې ویژن په خپلو خبریالانو لگول شوي الزامات رد کړې دي. چینل ویلي په خبریالانو لگول شوي الزامات "غیر منتقي، بې بنیاده او دروغ دي."
د الجزیره خبریالانو خلاف مقدمې په نړي واله کچه د نورو صحافیانو او د انساني حقوقو تنظیمونو توجه ځان ته راگرځولې ده. دغه تنظیمونه مصر کې د صحافت د ازادۍ په هکله اندیښمن دي.
د انساني حقوقو اداره هیومن رائټس واچ د زیارت په ورځ یو بیان کې ویلي په صحافیانوالزامات په سیاسي بنیادونو لگول شوي او "ښائي چې څه رنگ مصر کې د اختلاف کولو دپاره ساهه په تنگیدو ده."
الجزیره ټیلې ویژن په قطر کې مرکز لري. د قطر حکومت د اخوان المسلیمون او د مصر پخواني صدر محمد مورسي ملاتړ کوي. د مصر پوځ ښاغلی مورسي تیر کال د جولائي په میاشت کې د واک نه لرې کړې او گڼ شمیر مقدمې يي پې شورو کړې دي. ځېنې خلک وايي الجزیره مصر نه کره رپورټنگ نه کولو.
XS
SM
MD
LG