لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مصر د فلسطین حماس گوند ترهگر تنظیم وگرځولو


تیر کال د جولائي په میاشت کې د واک نه لرې کړی شوي صدر محمد مورسي تعلق هم د اخوان المسلیمون سره وو. ښاغلی مورسي د هیواد وړمبی منتخب شوی صدر وو خو د ولسې احتجاجونو په ترڅ کې پوځ د حکومت نه لرې کړو
تیر کال د جولائي په میاشت کې د واک نه لرې کړی شوي صدر محمد مورسي تعلق هم د اخوان المسلیمون سره وو. ښاغلی مورسي د هیواد وړمبی منتخب شوی صدر وو خو د ولسې احتجاجونو په ترڅ کې پوځ د حکومت نه لرې کړو
د مصر یو عدالت د فلسطین اسلام پلوه وسله ډلې حماس باندې په ټولو سرگرمو پابندي لگولې ده او گوند يي ترهگر تنظیم وگرځولو.
د نهې په ورځ اعلان کړی شوي فیصلې ترمخه مصر کې به د حماس دفترونه وتړلی شي.
حماس د مصر اخوان المسلیمون یوه څانگه گڼلی کیږي. د پوځ په ملاتړ د مصر موقتي حکومت اخوان المسلیون هم ترهگر تنظیم گرځولی دی او د گوند غړو خلاف يي کاروائي کړې دي.
تیر کال د جولائي په میاشت کې د واک نه لرې کړی شوي صدر محمد مورسي تعلق هم د اخوان المسلیمون سره وو. ښاغلی مورسي د هیواد وړمبی منتخب شوی صدر وو خو د ولسې احتجاجونو په ترڅ کې پوځ د حکومت نه لرې کړو.
اقتدار نه د لرې کیدو ورسته محمد مورسي په بند کې پروت دی. په هغه په مختلفو الزاماتو مقدمې شورو کړی شوي دي چې پکې حماس سره د همکارۍ الزام هم شامل دی. محمد مورسي او اخوان المسلیمون دغه الزامات ردوي. گوند وايي ښاغلی مورسي اوس هم د هیواد قانوني مشر دی.
د حماس ترجمان د مصر د فیصلې غندنه وکړه او وې ویل دا د فلسطینیانو د مرام خلاف اقدام دی.
حماس د فلسطین په غزه پټۍ حکومت کوي او سېمه کې د اسلامي ریاست قائمولو خواهش لري. حماس د اسرائیل خلاف د وسله وال مزاهمت ډله کوي. د امریکا په شمول گڼ شمیر غربي هیوادونو حماس ترهگر تنظیم گرځولی دی او بندیزونه يي پرې لگولې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG