لاس رسیدونکی لینک

د مصر يو عدالت د مرسي ۵۲۹ پلويانو ته د مرگ سزا واوروله


د اخوان المسلمين ډلې سره په تعلق لرونکو دغو کسانو د پوليس د وژنې او پوليس باندې د بريدونوتورونه وو
د مصريو عدالت د څوکۍ څخه لرې کړی شوي صدر محمد مرسي ۵۲۹ پلويانو ته د مرگ سزا واروله . راپورونه وايې د اخوان المسلمين ډلې سره په تعلق لرونکو دغو کسانو د پوليس د وژنې او پوليس باندې د بريدونوتورونه وو .
د خبري ايجنسۍ ای پي ترمخه د مصر د مينيا عدالت د گل په ورځ دغه فېصله د کېس د دوؤ ورځو د اورېدنې وروستو واروله . د کېس په فېصله خپل غبرگون کې د سزاوارو کسانو وکيلانو وئيلي چې هغويې ته په کېس کې د صفايې موقع نه ده ورکړی شوې .
د راپورونو ترمخه دغه کسان چې عدالت ورته سزا واوروله ، د هغو ۵۴۵ کسانو د جملې څخه دي ، په چا باندې چې د يو پوليس افسر سره د دوؤ نورو کسانو د وژنې ، او پوليس تهاڼه باندې د بريد سره د تشدد د نورو پېښو تورونه وو .
د کېس فېصله د ۱۵۰ کسانو په موجودگۍ او د نورو په غېر موجودگۍ کې اورول شوې ده او راپورونه وايې ۱۶ کسان په کېس کې بري کړی شوي دي .
د ای پي ترمخه دغه کسان تېرکال د اگست په مياشت کې د تشدد څخه ډکو مظاهرو وروستو پوليسو نيولي هغه وخت نيولي وو ، چې کله د محمد مرسي پلويان په قاهره کې د هغه د لرې کولو وروستو په احتجاج ناست ؤ ، او په دغې مهال په سلگونو کسان وژل شوي وو .
XS
SM
MD
LG