لاس رسیدونکی لینک

د الجزیره ټي وي نیول شوو صحافیانو مقدمه بیا د سره


د الجزیره یو مشر مصطفا سویاگ د عدالت د فیصلې هرکل وکړو خو وې ویل پکار ده چې نیول شوي صحافیان ازاد کړی شي

د مصر یو عدالت د قطر الجزیره ټلي وژن نیول شوو دریو صحافیانو ته د ١٠ کاله قید سزا رد کړې او فیصله يي کړې چې په دوي دې بیا د سره مقدمه وچلول شي.

د الجزیره صحافیانو ته ورکړی شوي سزا د ردیدو او د اپیل عدالت لخوا په هغوي د بیا مقدمه چلولو فیصلې ځېنې خلکو هرکلی وکړو او ځېنې خلکو يي تنقید وکړو. د اپیل عدالت وویل صحافیانو د ازادولو اختیار نه لري.

خبریالانو ته د عدالتي کاروائي د کتنې اجازت نه وو او منصفانو فیصله په بیړه واروله. د دریو واړو خبریالانو خپل خپلوان او وکیلان قهرژن وو چې عدالت خبریالان بري کړې او یا يي په ضمانت ازاد کړې ولې نه دي.

مروه اوماره چې د الجزیره پروډیوسر محمد فهمي سره يي کویژدن شوي ده، خبریالانو ته يي وویل د عدالت په فیصله خفه شوي ده ځکه چې امید کولو مصري چارواکې به د صحافیانو د نیول کیدو د قزضيي حل راوباسي.

مروه اوماره وايي هغه تصور هم نشې کولی چي محمد فهمي به قید کې کال تیروي. د هغه وکیل د مصر صدر او مشر سرکاري وکیل ته اپیل کړی دی چې محمد دي کنیډې ته ولیږلی شي، هغه سره دې د کینیډا د شهري په رنگ سلوک وکړی شي او هلته دې پرې مقدمه وچلولی شي.

مصري چارواکو په د الجزیره په صحافیانو په غیرقانوني توگه د سرکاري اجازت نامې بغیر د کار کولو الزام لگولی دی. کال ٢٠١٣ کې مصري حکومت د الجزیره دفتر وتړلو او په ټیلې وژن باندې د اخوان المسلیمون د ملاتړ تور ولگولو. اخوان المسلیمون کال ٢٠١٣ کې د محمد مرسي صدارت نه د لرې کیدو خلاف په احتجاجونو لاس پورې کړی وو.

د الجزیره یو مشر مصطفا سویاگ د عدالت د فیصلې هرکل وکړو خو وې ویل پکار ده چې نیول شوي صحافیان ازاد کړی شي.

ښاغلی مصطفا وايي د دعدالت د فیصلې هرکلی کوي خو د الجزیره صحافیان په ناجائزه توگه نیول شوي دي نو پکار ده راخلاص کړی شي. هغه وویل د صحافیانو نیول کیدل، په هغوي مقدمه، هغوي ته سزا او په قید کې د هغوي موجودگي په سیاسي بنیادونو شوي دي.

د مصر یو وتلې ناشر او مدیر هشام قاسم وي او ای ته ویلي که څه هم د اخوان المسلیمون سره د قطر د ملاتړ په سر د مصر او قطر تعلقات د تاوتریخوالي ښکار شوي دي خو صحافیانو ته سزاگانې په ناجائزه توگه ورکړی شوي دي.

هشام قاسم وايي صحافیانو خلاف ابتدائي فیصله شرمناکه وه چې پکې د ضابطې غلطۍ شوي وې او د اپیلونو عدالت دا رنگ فیصلې اکثر ردوي.

مصري مطبوعاتو کې دا گنگوسې هم دي چې ممکنه ده د مصر صدر عبدالفاتح السیسي د الجزیره درې واړه صحافیان معاف کړي خو قاسم گڼي تر څو په دوي بیا مقدمه نه وي چلول شوي صدر به معافي ور نه کړي.

XS
SM
MD
LG