لاس رسیدونکی لینک

په عیسائي نړۍ کې د ایسټر دستوره لمانځلی کیږي


د ویټیکن په سینټ پیټرز سکویئر کې د ایسټر غونډې ته وینا کې د عیسایت د رومن کیتولک مسلک مشر پوپ فرانسس په نړۍ غږ وکړو چې برسلز د حملو ورسته دې "د ړوند او بې رحمه تشدد" خلاف د "مینې وسله" استعمال کړي

د عیسائي مذهب تر ټولو مقدسه ورځ ایسټر نن د اتوار، یکشنبې، په ورځ لمانځلی کیږي او په دې موقع خپل پیغام کې د عیسائي نړۍ روحانې مشر پوپ فرانسس د نفرت او تشدد خلاف غږ پورته کړو.

د ویټیکن په سینټ پیټرز سکویئر کې د ایسټر غونډې ته وینا کې د عیسایت د رومن کیتولک مسلک مشر پوپ فرانسس په نړۍ غږ وکړو چې برسلز د حملو ورسته دې "د ړوند او بې رحمه تشدد" خلاف د "مینې وسله" استعمال کړي.

د ایسټر د دعایه تقریب ورسته، پوپ فرانسس د "ښار او د دنیا" په نوم خپل پیغام کې په نړۍ کې د تشدد ذکر وکړو او د تشدد ښکار خلکو سره يي د همدردۍ اظهار وکړو.

پوپ فرانسس یورپ ته د مهاجرنیو په راتگ د یورپي ولس په ردعمل هم خبرې وکړې. "زمونږ روڼه او خویندې په لاره کې د مرگ سره مخامخ شي او یا د هغه خلکو له خوا د ردونې سره مخامخ شي څوک چې يي هرکلی کولی شي او یا يي نور څه کومک کولی شي."

د عیسائي مذهب منونکې گڼي چې عیسا علیه سلام په صلیب د خیژیول کیدو درې ورځې ورسته بیا راژوندی شو. ایسټر هم ددغې ورځ په مناسبت لمانځلی کیږي. ایسټر د عیسائي کیلینډر تر ټولو مقدسه ورځ ده.

د عیسائي مدهَب منونکې گڼي چې عیسا علیه سلام د خپل امت د گناهونو او د معافۍ دپاره بیا راژوندی کړی شوی دی.

XS
SM
MD
LG