لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دډرون بريدونو اودرولو په شرط طالبان خبرو ته کښيناستی شي


امریکائي چارواکې ډرون د وسله والو خلاف موثره وسله گرځوي. خپله د وسله والو په ویب پاڼو هم ددې خبرې تصدیق شوی چې ډرون حملو کې يي ځېنې اهم مشران په هدف شوي دي
امریکائي چارواکې ډرون د وسله والو خلاف موثره وسله گرځوي. خپله د وسله والو په ویب پاڼو هم ددې خبرې تصدیق شوی چې ډرون حملو کې يي ځېنې اهم مشران په هدف شوي دي
دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان مشرانو د طالبانو حکومت سره دمذاکراتو ميز ته د هغوئ په کښينولو کې دکردار ترسره کولو وړانديز د ډرون بريدونو ودرؤلو سره مشروط کړى دى اؤ وئيلي يې دي چې کۀ چرې حکومت د امن دټينگښت په هڅو کې مخلصه وي نو بيا بايد په سمدستي ډول په قبائيلي سيمه دکيدونکو ډرون بريدونو مخه ونيسي.
دخالي په ورځ د شمالي وزيرستان ايجنسۍ بيلابيلو قومي مشرانوملک جلال ،ملک گل ابادخان،ملک رئيس خان اؤ د بنو څخه منتخب شوي دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي شاه محمد خان په پيښور کې د ډرون بريدونو څخه داغيزمن شوؤ يو شمير قبائيلي وگړو په ملتيا يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وينا کې هغوئ په اوسنو انتخاباتو کې کامياب شوؤ ټولو سياسي گوندونو ته مبارکي ورکوي اؤ کوم گوندونه چې اوس په مرکز اؤ صوبو کې حکومتونه جوړوي دهغوئ څخه هيله کوي چې خپلې ژمنې به ترسره کړي.
دا خبری کانفرنس په داسی حال شوی چې تېره اونۍ په یو ډرون برید کښې د تحریک طالبان دوېم نمبر مشر ولی رحمان وژل شوی او. د پاکستان په فوځ داسې نېوکې کېږی چې شمالې وزېرستان کښې د حقانی ډلې پرضد عملیاتو نه ډډه کوی. د پاکستانی پوځ لخواه په خپل قبائلی سېمو کښې د پټ شوی طالبانو ختمولو کښې ناکامۍ هم د نړۍ دې فکر ته جواز ورکړې چې کیدیشی ډرون برېدونه د شر خوخی تشدد خوخونکی طالبانو او القائدې پرضد واحده لار دا
هغه وويل پاکستان مسلم ليگ (ن) پاکستان تحريک انصاف ،جماعت اسلامي اؤ جمعيت علماء اسلام چې دانتخاباتو څخه دمخه قام سره کومې ژمنې کړي دي په هغې کې يوه ژمنه په قبائيلي سيمو کې د ډرون بريدونو د مخنيوي هم ده اؤ اوس چې دغه گوندونه حکومت ته ننوځي نو بايد په لمړي فرصت کې خپله دغه ژمنه سرته ورسوي.
دغو قبائيلي مشرانو وويل په قبائيلي سيمو اؤ ټول پاکستان کې کۀ دا وخت دترهگرۍ اؤ بدامنۍ د روانې لړۍ څو علتونه نور هم کيدى شي خو کۀ چرې حکومت يواځې په فاټا کې د ډرون بريدونو مخنيوى وکړي ن هيله ده چې په هيواد کې به ددغه گام لۀ امله نوى فيصده امن پځايې شي.
هغوئ وويل په دغه ډرون بريدونو کې تراوسه په گڼ شمير مقامي بې گناه قبائيلي وگړي په نخښه کړل شوي چې په هغوئ کې دسوؤنو په شمير مړۀ اؤ په زرگونو نور ژوبل شوي يا هم معذوره شوي دي چې دا دبنيادي انساني حقونو صريحا خلاف ورزي ده.
دغو قبائيلي مشرانو د پريس کانفرنس په مهال هاغه گڼ شمير قبائيلي وگړي هم ميډيا ته وښودل چې په ډرون بريدونو کې لگيدلي اؤ معذوره شوي دي.
قبائيلي مشرانو وويل هرڅو کۀ په شمالي وزيرستان کې د وروستۍ ډرون حملې راپديخوا طالبان مرور شوي اؤ حکومت څخه يې خپل د خبرواترو پيشکش بيرته اخستى خو کۀ چرې حکومت اؤ امنيتي ادارې د زړۀ نه په قبائيلي سيمو کې وغواړي چې امن پځايې کړي ، نو ددې دپاره به ورته دډرون دبريدونو مخنيوى پکار وي.
هغوي وويل که چرې په قبائيلي سيمو کې دډرون بريدونو مخه ونيول شي ، نو قبائيلي مشران کولى شي ، چې دطالبانو مرورتيا ختمه کړي اؤ هغوي بيا دمذاکراتو ميز ته راوگرځوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG