لاس رسیدونکی لینک

ایا پاکستان په رښتیا هم د ډرون د ویشتلو تکل لري؟


US Drone

واشنگټن ډي سي:

د پاکستان د هوايي پوځ مشر، ایر مارشل سهېل امان ویلي، پاکستان کولای شي چې هر هغه ډرون وولي چې د پاکستان له هوايي حدودو څخه تیر شي.

پاکستاني رسنۍ وايي، نوموړي دغه خبره په اسلام اباد کې د هوايي ځواکونو په یوه پوهنتون کې ناستو محصلینو (طالب العلمانو) ته په خپلې وینا کې کړېده.

د سهېل امان دغه خبره په لومړیو کې په ځینو مطبوعاتو کې داسې خپره شوې وه چې ګواکې هغه ویلي، پاکستان به د امریکا هغه ډرون غورځوي کوم چې د یاد هېواد له فضايي حدودو څخه اوړي.

د پاکستان د هوايي ځواکونو یو جګ پوړی چارواکی د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ډیوه ته د ایرمارشل سهېل امان ګواښ رد کړی دی.

د هوايي ځواکونو لخوا په یوه خپور شوي رسمي بیان کې یاد ګواښ نه رد شوی او نه هم تایید شویدی.

په پاکستان کې د پټو شویو ترهګرو پرضد د مشکوکو ډرون بریدونو لړۍ له ۲۰۰۴ م څخه تر ننه پورې روانه ده.

د امریکا د څېړونو اداره (نیو امریکا فونډیشن) او په برتانیه کې یوه بله اداره بیرو اف انویسټیګېټیو ژورنالسټس د راپورونو له مخې په پاکستان کې له ۲۰۰۵ م څخه د ۲۰۱۷ د نومبر تر ۲۶ نېټې پورې شاخوا ۳۲۸ د ډرون بریدونه شویدي.

پدغو بریدونو کې یوه په بلوچستان، او درې نورې په خیبر پښتونخوا کې شویدي او پاتې ټولې د پاکستان په قبایلي سیمي یا فاټا کې شویدي.

په دغو بریدونو کې د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور په ګډون د القاعده یوشمیر عرب مشران، د حقاني ډلې او د تحریک طالبان ترهګر ګڼل شوي مشران لکه بیت الله محسود، حکیم الله محسود او ګڼ نور وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG