لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : ډاکټر مناف ترين خوشی کړی شو


د ډاکټرانو د اتحاديې چارواکي وايې ، زمونږ احتجاج به تر هغې دوام لري څو پورې چې ډاکټرانو ته تحفظ نه وي ورکړی شوی .
د ډاکټرانو د اتحاديې چارواکي وايې ، زمونږ احتجاج به تر هغې دوام لري څو پورې چې ډاکټرانو ته تحفظ نه وي ورکړی شوی .

پوليس او د ډاکټر مناف ترين کورنۍ د هغه د خوشي کېدو پخلی کړی دی . د اوتهل سيمې پوليس چارواکو وئيلي د اتوار په سهار ورته ډاکټر مېلاؤ شوی دی . ډاکټر مناف ترين دوه نيمې مياشتې وړاندې د پشين سيمې نه تښتول شوی وو .

کوئټه ـ
ډاکټر مناف ترين د اتوار په ورځ د کړکېچ ځپلې صوبې بلوچستان لسبېلې ضلعې په اوتهل سيمه کې خوشی کړی شوی دی . د پاکستان ميډيکل اېسوسي اېشن يا د ډاکټرانو د اتحاديې يو چارواکې ډاکټر حق داد ترين او پوليس د مناف ترين د خوشي کېدو پخلی کړی دی .
پوليس او د ډاکټر مناف ترين کورنۍ هم د هغه د خوشي کېدو پخلی کړی دی . د اوتهل سيمې پوليس چارواکو وئيلي د اتوار په سهار ورته ډاکټر مېلاؤ شوی دی .
د پاکستان د ډاکټرانو د اتحاديې يو مشر ډاکټر حق داد ترين مطبوعاتو ته وئيلي چې کومو خلکو مناف ترين تښتولی وو ، نن يې د اوتهل په سيمه کې پرېښودی دی . او هغه روغ جوړ دی .
د زړونو د ناروغو ماهر ډاکټر مناف ترين دوه نيمې مياشتې وړاندې د پشين سيمې نه نامالومه کسانو تښتولی وو ، او وروسته د هغه د خوشي کېدو دپاره د پنځه کروړه روپود تاوان غوښتو خبرونه مخې ته راغلي وو .
راپورونو ترمخه تراوسه دا نه ده مالومه ، چې مناف ترين د تاوان ورکولو په سرخوشی کړی شوی دی کنه بيا داسې پرېښودی شو.
د ډاکټر مناف ترين د خوشيې کېدو او د هغه د تښتونې په ضد بلوچستان کې ډاکټرانو احتجاجونه کړي ، په سرکاري روغتونو کې يې د علاج کولو نه احتجاجاً کاربنديز هم کړی وو .
د ډاکټرانو د اتحاديې چارواکی حق داد ترين وايې ، مونږ به د مناف ترين په خوشي کېدو خپل احتجاج نه ختموؤ . زمونږ احتجاج به تر هغې دوام لري څو پورې چې ډاکټرانو ته تحفظ نه وي ورکړی شوی او د تښتولو د پېښو مخ نيوې يې نه وي شوی .
بلوچستان کې د دې نه مخکې هم د يو شمېر ډاکټرانو د تښتولو پېښې مخې ته راغلي دي .
د ډاکټرانو د اتحاديې د شمېرې ترمخه تر اوسه په بلوچستان کې ۲۶ ډاکټران د تاوان دپاره تښتول شوي دي . او ۱۸ نور وژل شوي دي .
ويل کيږي د تښتولو وروسته گڼو ډاکټرانو بيا تاوان ورکړی او خوشي شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG