لاس رسیدونکی لینک

ډیجیټلي کوچیان چاته ویل کیږي؟


ډیجیټلي ټکنالوژۍ د خلکو د ژوند او کار بڼه بدله کړیده. دا مهال ځینې داسې کسان دي چې ځان ته ډیجیټلي کوچیان وايي. هغه ځکه چې له یوه ښار څخه و بل ته سفر کوي او له نویو ځایونو او نویو کلتورونو سره اشنا کیږي.

فیل پېلن د یوه تولیدي برنډ (توکي) سټراتېژیست دی، څوک چې په لاس انجلس کې په یوه ګډ کاري ځای کې له نورو کاروباریانو او سوداګرو سره کار کوي.

هغه په ټوله نړۍ کې له ورته ځایونو څخه کار کوي.

(څو اونۍ مخکې ما ۴۱ ساعته په یوې اونۍ کې په الوتکه کې سفر درلود. په حقیقت کې ما له ټولې نړۍ څخه دوره ووهله. له لاس انجلس نه اروپا، منځني ختیځ او اسیا ته ولاړم او بیرته بیا لاس انجلس ته راغلم.)

دی د کمپنیو په ودانیو کې د اړتیا وړ کاري ځایونه جوړوی چې د نړۍ په پنځوسو ښارونو کې ترې اړین کارکونکي کار اخلي.

فیینې ویلیز هم خپل کار ټول هغه مهال کوي چې په سړک باندې سفر کوي.

نوموړې د فلمي نړۍ یوه ادا کاره او پروډیوسره ده چې خپله کمپنۍ چلوي.

دا هم له یوه ګډ کاري دفتر څخه کار کوي او له نورو فلم جوړونکو سره مرسته کوي چې فلمونه یې مالي سرچینه ومومي او بیا خپور شي.

(مونږ هڅه کوو په فلمي نړۍ کې د هر رنګ او توکم خلکو ته ځآی ورکړو تر څو فلمي نړۍ لا رنګینه شي.)

دې زیاته کړه اوسنۍ پروژه یې له مکیسکو سره د یوې امریکايي کورنۍ اړیکې څرګندوي.

(مونږ له ټولنیزو رسنیو کار اخلو. مونږ د پیسو جمع کولو لپاره د خلکو د راټولو زیات کمپاینونه کوو)

نوموړې دا ډول کارونه هر هغه ځای کې کوي چېرې چې ورته اړتیا وي که هغه د امریکا په هرې برخه کې وي او یا مکسیکو کې.

یو بل ډیجیټلي کوچی چارلس ډیو د تولیداتي توکو یو امریکايي مینیجر دی چې له تایوان څخه کار کوي. ده د سکایپ له لیارې يې وویل:

(ما د حساب دارۍ یا اکاونټ له یوشمیر منیجرانو سره ولیدل چې له لیرې واټن څخه له خپلو مشتریانو سره کار کوي. ما د نرسینګ فاکولته ولیده، خلک مې ولیدل چې پوهنتونونو ته درس ورکوي او دوي دا هر څه په انلاین توګه ترسره کوي.)

په لاس انجلس او یا نیویارک کې داسې ښکاري چې اوس محدودیتونه په ورکېدو دي.

د ټکنالوژۍ د ډګر یو کارپوه جان مایدا د سکایپ له لیارې وویل:

(له دې سره د یوه کس د خلاقیت کچه پورته کیږي. سمیزو ته اوس له نړیوالو سره سیالي کول سخته ده. دوهمه دا چې یو څوک چې له نیویارک څخه ډیر لیرې هم اوسېږي یو څه جوړوي او په نیویارک، پیکنګ او یا د نړۍ په هرې برخه کې یې چې زړه وي خرڅولی شي.)

ده دا هم وویل چې په نړۍ کې د ډیرو کاروباریانو لپاره د جغرافیايي پولو له کم ارزښته کیدو سره ددوي سوداګري او کاروبار وده او پراختیا مومي.

XS
SM
MD
LG