لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت د ميډيا په ضد د ائي ايس ائي په ملاتړ ودرېدلی دی


د تحقيقاتو او جائزې اخېستو وروستو دې د ټي وي چينل لائسنس ختم کړی شي .
د تحقيقاتو او جائزې اخېستو وروستو دې د ټي وي چينل لائسنس ختم کړی شي .

د پاکستان د دفاع وزارت لخوا د پاکستان ميډيا ريگوليټري اتهارټي ادارې (پيمرا) ته خواست شوی ، چې شخصي ټي وي چينل (جيو) دې بند کړی شي . بلخوا ته د کورونو چارو مرکزي وزير چودهري نثارعلي خان هم په حامدمير د شوي بريد وروستو د قامي دفاعي ادارې په ضد تورونو باندې سختې اندېښنې څرگندې کړي دي .
د راپورونو ترمخه سيکرټري دفاع اصف ياسين ملک د شخصي ټي وي چينل په ضد ريفرنس د دفاع وزير خواجه اصف ته لېږلی ، او هغه يې منظورې ورکړې ده .
د دفاع وزارت لخوا پيمرا ته په شوي خواست کې د شخصي ټي وي چينل (جيو) لخوا د پاکستان د استخباراتي ادارې ائي ايس ائي او پوځ په ضد د مهم چلولو حواله ورکړی شوې او وئيل شوي د تحقيقاتو او جائزې اخېستو وروستو دې د ټي وي چينل لائسنس ختم کړی شي .
پيمرا د اليکټرونک يا برقي ميډيا د معاملاتو او څارنې سرکاري اداره ده .
پيمرا ته د شخصي ټي وي چينل د بنديز دغه خواست د نهې په ورځ وروستو له هغې شوی ، چې د خالي په ورځ ياد صحافي حامدمير باندې په کراچۍ کې يوه وژونکي حمله شوې وه ، هغه پکې ژوبل شوی ؤ ، او وس هم لا په روغتون کی دی .
او د حملې وروستو د حامدمير ورور عامرمير وئيلي ؤ ، چې ورور يې ورته وئيلي ؤ ، که په هغه حمله وشوه ، نودا به پرې د پاکستان استخباراتي ادارې ائي ايس ائي او د هغې مشر لفټننت جنرال ظهېرلاسلام کړي وي .
خو د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي ايس پي ار په ائي ايس ائي او د ادارې په مشر دغه تور افسوناک گرځولی ، او په حامدميرد شوي بريد د ازادو پلټنو غوښتنه يې کړې وه .
د وزارت داخله لخوا د نهې په ورځ جاري شوي بيان کې چودهري نثار وئيلي چې په دفاعي ادارې بې د ثبوته د حملې تور پورې کول نامناسبه دي .
نوموړي زياته کړې څنگه چې زمونږ په قامي ادارو نيوکې کيږي ، د هغې په نړۍ کې مثال نشتی . چودهري نثار دا هم وئيلي چې د مخصوصې حلقې لخوا د قامي ادارې په ضد پروپيگنډا کيږي ، او په نړۍ کې يې دښمنان نور خوروي .
د کورنو چارو وزير وئيلي چې حکومت په حامدمير د شوې حملې دپاره عدالتي کميشن جوړ کړی دی ، او د هغې وروستو تورونه هيڅ جواز نه لري .
چودهري نثارعلي خان په حامدمير شوې حمله نه يواځې د هغه د کورنۍ او صحافتي ورورولۍ دپاره دردؤنکې گرځولی ، او زياته کړې يې ده چې د هېواد د دفاعي ادارو غړي هم د پاکستان په خاطر خپل ځانونه قربانوي .
نوموړي وئيلي چې د دفاعي ادارو په ضد يو اړخيزه منفي پروپيگنډا اندېښمنه او د غندلو وړ ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG