لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان باید د خپل اولس لپاره د ترهګرو مرستې پریږدي: محمود صیقل


پیر زبیر شاه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان مستقل استاذي محمود صیقل وي او ای ډیوه ته ویلي پاکستان دې اوس د خپل اولس او خپل ځان لپاره د تندروه ګوندنو او ډلو د مرستې پالیسي پریږدي او د خپلو ګاونډي هیوادونو سره دې اړیکو ته بیا کتنه وکړي.

ښاغلي محمود صیقل د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې وروستو د وي او ای ډیوه سره په په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي په پاکستان نړیوال فشار سېوا شوی او اوس باید دغه هیواد په خپلو ناکامه پالیسو پام وکړي.

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د افغانستان اوسویلي اسیا لپاره نوې پالیسۍ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي محمود ویلي په دغه پالیسۍ کې د افغانستان لپاره تر ټولو مهمه خبره دا ده امریکايي صدر ژمنه کړې چې امریکا او نوره نړۍ به تر هغې په افغانستان کې وي تر څو چې په دغه هیواد کې حالات سم شوي نه وي.

محمود صیقل وايي ٫٫ دغه نوې پالیسې نه خو د وخت او نه د پوځ د شمیرې سره تړل شوې ده، دغه تګلاره په افغانستان کې د حالاتو سره تړل شوې. او افغانانو ته دا بارو ورکړی شوی چې نوره نړۍ ستاسو سره تر هغه وخته ولاړه ده تر څو چې په دغه هیواد کې حالات سم شوي نه وي.٬٬

د صدر ټرمپ په دغه تګلاره کې په پاکستان کې د وسله والو پناه ځایونو په اړه خبرې ته په اشاره کې د افغانستان مستقل استاذي ویلي ٫٫ د صدر ټرمپ په پالیسۍ کې دویمه مهمه خبره د د تندلارو او ترهګرو پناه ځایونه په نخښه کول دي کوم چې زیات تره په پاکستان کې دي، صدر ټرمپ پخپله هم پاکستان ته ښکاره پیغام ورکړی چې نور دې د ترهګرو د ملاتړ پالیسي پریږدي.٬٬

د پاکستان او افغانستان په پوله (ډیورنډ لاېن) د پاکستان لخوا اخستل شوي امنیتي ګامونو په اړه د افغانستان استاذي ویلي پاکستان په خپل سر دغه ګامونه پورته کړي، چرته يې امنیتي پوستې لګولي، په ځېنو سیمو کې يې ازغن تار لګول پیل کړي. د افغانستان دغې هر څه ته پام دی، مونږ دغه مسله د پاکستان سره هم وخت په وخت راپورته کړې او د ملګرو ملتونو امنیتي شورا ته مو هم وړاندې کړې. که پاکستان دغه کار بند نه کړو نو مونږ به دغه مسله په نړیوالو غونډو کې راپورته کوو.

په خپله مرکه کې ښاغلي محمود صیقل په پاکستان غږ کړی چې د ترهګرو او تندرو ډلو د مرستو لاس واخلي او د خپل اولس لپاره د خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې اوساتي.

د ښاغلي محمود صیقل سره دغه تفصیلي مرکه د ډیوه ریډیو خبریال پیر زبیر شاه کړې تاسو يې ځنې برخه دلته اوریدی شئ.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړي استاذي مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:08:08 0:00

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG