لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

زمونږه سره مېخه


Buffalo 02
Buffalo 02

کله نه چې انسان په ښه بد پوه شوې د څاروو او ځناورو سره په څه نه څه شکل کې نزدېکت لري که د يورپ او امرېکې د ښارونو خلک سپي او پيشوګان ساتي نو د کلې والو سېمو خلک ې اوس هم لکه زمونږه د پښتنو غوا مېخې او ګډې بيزې ساتي خو هغوي ې په ګنړ شمېړ او لویه پېمانه د کاروبار په غرض ساتي او مونږه پښتانه خو ې د دې له پاره ساتو چې مېلمه راشي نو پۍ ماسته به مو له خپله کوره وي او مېلمه ته به مو سترګې اوچتې وي

هم دغه شان زمونږه سره مېخه هم د ډېرې مودې نه زمونږه ملګرې وه مور ابۍ به زمونږ د کور خواو شا په پولو او موړو څره وله، او لکه د بچو غوندې ميينه به ې ورسره کوله خداې خبر څومره لنګونونه ې راکره کړي وو او دغه وخت په وجود لږه ټپه هم وه او زاړې وه خو بيا به ې هم د کور دپېو کارکوو

هغه کال تماکو ښه ګران خرڅېدل او يو يو ووچر به زرګونه روپۍ وې - چې د تماکو سېزن ختم شو او اووچرې ماتې شوې نو د دادا سرې مېخې ته په سترګو خړه راغله مور ابۍ ته اووېل خوښه دِ نه ده چې دا مېخه خرڅه کړو، زاړې ده پۍ ې هم کم کړي او زړه شوې هم ده، بله تندۍ لنګه به درله واخلم

مور چې د یوې زمانې نه ې سره مېخه ډیره په مېنه ساتلې وه او وييل به ې دا زمونږه کورنۍ کټۍ ده دخپلې امبر سرۍ مېخې بچۍ مو ده په خپلو لاسو مې لويه کړې - د دادا دې خبری ته تیاره نه شوه خو دادا سره هم د تماکو پېسې وې زړه ې هوا کوله چې څه پرې اوکړي

آخر ې بې بې رضا کړه چې بله مېخه واخلي خو د سرې مېخې خرڅ ته ې بياهم غاړه کې نه خوده او دادا ته ې اووېل د بختور پلاره که دِ خوښه وي دا سره مېخه به وراث کا کا دلي له په ساتنه ورکړو- وارث کاکا هم ښه په خوشالۍ سره مېخه بوتله او دادا هم هغه ما ځېګر له بله توره تندۍ لنګه مېخه راوستله - د کور لوي واړه او د ګاونډ خزې هم د مېلمنې مېخې نندارې له راتاو وو اوهغې سمې سترګۍ کړې وې لکه چې دومره ډېر خلک ې په يو ځاې نه وي لېدلي

دادا هم ډېر خوشحاله وو وېل اصلي پنجابۍ ده د ګوندلو د مېلې نه مې راوستې ده

خو دوه ورځې تېرې نه وي چي مېخې خپل اصليت ښکاره کړو په لومړۍ شپه خو ې ډکه پتيله پۍ اوکړل خو په دوېمه ورځ دېګچي او بيا جام له راغله او پۍ خو ې لا څه کې غټ عېب ې دا وو چې ګذار به ې کوو او دوه ځله ې راله مور اوهله او چې دادا ې په خوا تېرېدو نو په هغه ې هم یو تېز پرش اوکړو - ماته خو ددې کار پته هغه وخت اولګېده چې د مېخې اخورته رانه بال پریوتو، زما څه خيال وو مېخې ته مې شا وه او په بال پسې ور ښکته شوم خوچې په ځان پوهېدم مېخې په خکرو کې بانګۍ کړې ووم او خوا ته د پترۍ په ټوپ ې ور وارتولم- خوږ نه شوم خو ورهم راباندې ښه ډېر تېر شو

اوس خو ماته هم مالومه شوه چې دا واقعي پنجابۍ مېخه ده خپل پردې نه پېژني- ما خو وېېل ګنې دا به هم لکه زمونږه د سرې مېخې په شان اصيله وې او هغه شان مینه ناکه به هم وي-

خېر د بې بې او دادا سره سره زما هم د تور ې مېخې نه زړه بد شو او په زړه کې مې ورته واچوله چې که لاس مې درنه تېر شو نو بدل به درنه خامخا اخلم-

وخت تېرېده - قدرت ته ګوره چې یو ما ښام وارث کاکا زمونږه سره مېخه واپس راوسته او د کلې ټول واړه هم ورپسې په بدرګه کې راروان وو- :دا ولې وراث ګله؟؟ دادا ترې ډېر په حېرانتيا تپوس اوکړو:

: ناېکه د جاسيم ګل مور وايي دومره پۍ نه کۍ لکه چې څومره ګيا خوري واړه ې راله په ګيا راچلولو مړه کړل:

دادا خو ورته تندې تريو کړو خو مونږه خپلې سرې مېخې ته سم خوشحاله شوو زر زر مو تر د غاړې نه لاس چاپېره کړل او په دواړه مخه مو ښکل کړه لکه چې د کور بنده د يوې اوږدې مسافرۍ پس کور ته راشي-

سره مېخه مو د تورې مېخې سره نزدې په یو بل زوړ موګي اوتړله خو هغې غرېبې خپل زوړ ځاې پسې زورونه کول اخوا ورته تورې مېخې وربوز پړسولې وو وېېل ې چې دا بن مې د کومې راغله-

ورځې شپې تېرېدې او د دوه مېخو ساتل اسان کار هم نه وو زمونږه ډيوټې هم زياته شوه او په يوپنډ ګيا به اوس کار هم نه کېده اکثر به رانه کرکټ او د ملګرو سره لوبې پاتې - بې بې به هم اکثر دادا ته په قهر وه- سړی به په مېخو پوهيږي نه او مېخې به اخلې ، اوس ې د زوره خبر نه دې چې ساتنه ې څومره ګرانه ده-

که يو خوا به دادا او بې بې هر وخت یو بل ته په ګوراري وو نو بلخوا مونږ روڼه خوېندې به هم د يو بل سره اکثر په دې وران وو چې نن ستا د ګيا وار دې او زما د کوترې او بوتا وې

خو په غوجل کې به د مېخو هم د يوبل سره کور څه ډیر ښه نه وو سره مېخه به ورته په دې غصه وه چې په موګي ې توره مېخه ولې ولاړه ده خو تورې مېخې خو به بې ښې بې بدې هر چاته هر وخت تندې پړسولې وو- او که په خوا به ې لوي تېرېده او که وړوکې يو پرش به ې پرې کوو، څو وارې خو ې د چم ګاونډ خزې او ماشومان هم دِکه کړي رادِ که کړي وو-سره مېخه په وجود ټپه وه خو ښکرې ې تېرې وې او ډیر زور وو پکې – توره مېخه په بوټۍ ښه اباده وه او ځوانه هم وه خو ښکرې ې راتاو وې، او هسې پړسه غوندې وه دومره زورهم پکې نه وو او دا پته ماته هغه ورځ اولګېده!

په کور کې د ما ځېګر چاييو ته ناست وو چې ابۍ چغې کړې -: هله د ماڼکي غوثه ! مېخو ښکر واچول: تورې مېخې به اکثر په سره مېخه ګذار کوواوهروخت به ورته برېګه برېګه کېده خو هغې غريبې به ورته د ښه خاطره غږ نه کوو لکه چې د مېلمستيا خيال ې ساته- خو د صبر هم اخر يو حد وي نو-

ما چې اوکتل سرې مېخې توره مېخه په ښکرو کې اخستې ده او دواړه موګي ې هم مات کړل- لکه چې نن ورته د سرې مېخې صبر ختم شوې وو - د تورې مېخې کټي په غوجل کې ناروا چغې ویستې زمونږه خړ سپي هم د تورې مېخې په لکۍ غوټې کولې او د غوجل په ګوټ کې کوړکې چرګې هم په یو قي د دواړو مېخو په سرونو راپر لګول او يوه لويه دوړه ې جوړه کړه - په کور کې يو عجيبه داندل جوړ وو-

ما خو نه يوه کړه او نه بله د مال د کوټې مخې ته پروت د کټ اوږد بازو ته مې لاس کړل او په توره مېخه مې رانورې کړې مور مې چغې کړې :يه چوړيه سره مېخه ترې اوهه توره مېخه ې مړه کړه- خو ماته خو خپل بدل ياد وو- د خو سمه موقه وه تود تنور وو په توره مېخه مې ښه د امت نېمګړې سرکړې-

په دې هله ګوله د حجرې نه هم سړو رامنډې کړي او سره مېخه ې د پېزوان نه راټينګه کړه په توره مېخه کې صرف تېرسرې وو پېزواني هم نه وه خو خان محمد کاکا پهلوان سړې وو هډو رپ ې ترې او نه وهو او توره مېخه ې په ونه پورې اوتړله

د دې واقعې وروسته په کور کې د تورې مېخې کاغذونه نور هم خراب شول او دادا د پورې کلې د څاروو سوداګر پسې خبر اوکړو چې که مېخه د لګي نو راشه- بله ورځ سحر وختي‌ د څاروو سوداګر چې داسې تبليغې امير ښکارېدو په مېخه پسې راغلو او مېخه ې بېخي د ټېپرو په نرخ واخسته او بوې تله

څو ورځې پس هغه سوداګر په ساېکل مخې له راغې ډېر خپه وو- وېل ستاسو مېخه راپوره سپېره شوه:

ولې کا کا ستا نه هم ارزانه لاړه څه؟

(په زړه کې مې وييل دا په مونږه پورې به داسې بختوره شوې وه نو)

هغه اووېل او کنه، چې کلې ته مې بوتله په خوړ کې مې په اوبو کې ور ګډه کړه چې په تکړه ې خپه اوښوېده څه په خوارو مې د اوبو نه راوچته کړه چې کور ته مې اورسوله نوچې هلته ې خپې اوخرلې نو بيا هډو پورته نه شوه- سور سري ډاکټر چې اوکته وييل صېبه خپه ې په ورون کې ختلې ده- د جوړېدو نه ده- په عمرزوال قصاب مې په تاوان خرڅه کړه:

ماورته وېېل امېر صېب خپه کېږه مه مونږه له ې هم هېڅ زړه نه وو خوږ کړې او مونږه هم په تاوان خرڅه کړې وه-

هغه زمانه کې به پۍ کم وو او اکثر به راته دادا په دې موضوع ټوقې او قصۍ هم کولې لکه چې ويیل به ې:

په يو کور کې داسې دپيو کمې وو د کور ټول ماشومان په يوه کاسه کې د يو ګوټ پيو نه راتاوشوي وو پلار ورته تسلي ورکوله بچيه اوس ګذاره کوۍ دغه څو مياشتې دي چې مېخه لنګه شي نو بیا به پۍ ماسته بېسياره وي- يوما شوم په ډیره جذبه کې سو کړک د کاسی جۍ له را اوبغو او هغه ګوټ پۍ ې هم په بله واړول آو اواز ې اوکړو:‌داجي! زه به ې ورسره ګوټمه- هه هه هه--

اوس نه زمونږ په کاله کی سره مېخه شته او نه توره ، ابۍ د يوې مودې نه په کټ پرته ده د کور ټول ماشومان سره د واړه سلېمانه د خپلو بچو پلاران دي ، د الله فضل دې هر څه ډېر تېر دي د شودو ماستو هېڅ کمی نشته- خو د بازار د پېو ماستو هغه مزه چرته، د مور ابۍ د لاسو جوړ تازه کوچ ما سته چې د هغې بې مثله مينه به هم پکې شامله وه د دنيا په يو ګوټ کې نشته- او نه دا کلې وال رنګونه چرته شته او نه به راشي-

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

XS
SM
MD
LG