لاس رسیدونکی لینک

د ساېکل پمپ او طوطي!

  • بختور شاه

واؤرې ختمې شوې. ونو بوټو غوټئ پرانستې. دسپرلې هوا راوالوته. ما مې خپل ساېکل د ګودام نه راويسته، خو په دواړه ټاېرونو کې يي هوا کمه وه،د هوا مشين مې ګاډي ته اولګوو او خپل ساېکل کې مې هوا اچوله چې خپل ماشوالې، سور ساېکل او دجامداد خان کاکا دساېکل پمپ راته نيغ مخې ته اودرېدل-

څومره ګران وختونه وو، هره ورځ به مې په ساېکل کې هوا کمه وه او د د جامداد خان کاکا سپي به راله منډه راکوله، اکثر به مو ټوله غرمه دهغه د کوڅې مخې ته په دې خيال اوخوړه چې که د کور نه يي څوک راوځي او پمپ راله راوباسي

اکثربه راته جامداد خان کاکا په قهر هم شو، خو مابه ورته سترګې کلکې کړې وې،او خپل کار به مې اوويستو

زمونږه په ټول کلي کې دوه کورونه داسې وو چې د ساېکل پمپونه ورکره وو، یو د ماسټر صېب کور او بل د جامداد خان ماما کور، د ماسټر صېب د کور نه پمپ راخستل د وسپنې نينې چيچل وو چې څوک به ورکره ورغلل نو ډير په نه زړه به يي پمپ ورکوو نو ځکه به هر سړي د جامداد خان ماما په کور ښه په ډاډه زړه ورتلو-

د پمپ راخستل هم ګران وو خو بيا په دغه غټ پمپ ساېکل ډکول هم د وړو کار نه وو سړو خو به ورته لمن په خوله کې اونيوله او په يو څو پرشونو به يي‌خپل ساېکل ډک کړو، خو ما چې به د پمپ په لاسکې خيټه ورواچوله نو اکثر به يي واپس بره اوتنبولم، او دغه کبډي به تر ډيره وخته جاري وه څه په شرمولو به مي د ساېکل ټاېر دومره کړو چې د زمکې نه به لږ اوچت شو، او چرته مې هم داسې نه وو ډک کړې چې خوا مې پرې يخه کړې وې، هغه ورځو کې به ما اکثر د پردو ساېکلو په ټاېرونو ګوتې زور کولې او چې کوم ټاېر به سم ډک وو زه به ورته پسخېدم، ما به ويل د نر بچي‌سم کاڼی کړی دی-

هغه ورځ مې نه هيريږي.د سکول چټي اوشوه .سخت اوږې ووم خو چې سايکل له مې راغلم وروستې ټاېرېي په زمکه ښخ وو تا به نه ويل که چرې هوا به پکې هم وه.

د سکول مخې ته د ساېکل ساز دوکان وو پمپ مې ترې راواخست او په زړه کې مې اوېل راشه بنده نن ورته ته هم لکه د دې مشرانو سړو دا مخکۍ لمن په خوله کې اونیسه چې څه کۍ

خو دغه تجربه ډيره خونړۍ وه، په لومړي ځل رانه د پمپ سپرنګ طوطي اونيوه او په سترګو مې توره تياره شوه، چې ځان ته مې اوکتل په څپلۍ مې د وينې ساسکې راپرېوته، سخت وارخطا شوم، نزدې ارسلا ډاکټر له ورغلم، يوه شېبه غرېو نيولې وو په سترګو کې مې غټې غټې اوښکې تاوېدې نه پوهېدم چې څنګه ورته اويم! هغه رانه تپوس اوکړو ولې بچو څه چل دې؟، ما ورته رو غوندې په ژړه غوني انداز بډه ښکته کړه، هغه وېل خېر دی هيڅ خبره نه ده، د دې ملهمو سره به په دوه درې ورځو کې جوړ شې، او بيا يي راله لکه د تازه سنت شوي ماشوم پټۍ اوتړله

وخت تېرېده. چې کله ځلمې شوم نو يوه ورځ راته د خپل وړوکوالي د زمانې د ساېکل د پمپ نيستي راياده شوه. بله ورځ پېښور ته په څه کار تلې ووم. ښه اصلي پمپ مې راؤړو او په حجره کې مې کېښوده، او په ټول کلي کې مې اويل هلکه چې د چا هم دساېکل پمپ پکاريږي زمونږه د حجرې نه دې راخلي، څو ورځو کې زمونږه پمپ دومره مشهور شو چې د ټول کلي د خلکو نه علاوه به د لارې ساېکل سواره هم راستنېدل او خپلې ساېکلې به يي ډکولې، ما به د دغې پمپ ښه خسمانه کوله او وخت په وخت به مې پکې وارشل نوې کوو او تېل به مې ورکول. خو آخر چا ظالمانو د حجرې نه پټ کړو او د ټول کلي‌ د ساېکل سوارو کار يي وران کړو-

کله نا کله واړه واړه ضرورتونه هم د انسان ژوند بدلوي، که تاسو نه څوک داسې واړه واړه څيزونه غواړي نو په روڼ تندي يي ورکوئ، په دې به درنه آلله هم خوشحاليږي او د الله مخلوق هم-

XS
SM
MD
LG