لاس رسیدونکی لینک


په پخو کورونو او سړکونو کې به بارانونه او د جمي جړۍ سړی څه تنګ کړي؟ جړۍ خو به زمونږ په زوړ کلې کې وې چې لوي واړه او نر ښځې ټول به ې دوه سپېګمو له راوستل
باران وريږي غولی ډنډ شو
قدم زما په قدم ګده راځه دننه
په کچه کوټو کې به د باران د لومړۍ شېبی ټکاري نادره مزه کوله خو چې دغه شېبه به لږه راټينګه شوه نو دکوټې دننه به ې هم ځان د څڅوبي په شکل کې ښکاره کړو چې مور ابۍ به ورله دمخې سره خانک رارسو او د يو ماشوم ډيوټي به ې پرې اولګوله چې د ډکېدو پس به ې بهر توي کۍ او بيا به ې دڅڅوبي لاندې ږدي خو دغه څڅوبې به اکثر نور بچي هم راوړل او د کور د نورو ماشومانو لاټري به پکې هم راووته او دکور باقې پاتې پتيلو دېګچو او جامونو به هم د کوټې په بېلا بېلو برخو کې د څڅوبي د مقابلی د پاره مورچې سنبال کړې او د کوټې د هر ګوټ نه به قسماقسم اوازونه راتلل- ټنګ- ټونګ-ټپ ټوپ ټوپ-سيو- ټيو- د څڅوبي د موسيقۍ دغه ذير او بم به داسې وو لکه چې په کلې کې به د شپې نا ساپه اواز اوشو چې غل دې او هر سړې به د خپل کور نه بې تپوسه ډز کوو- چا به پينډزې ډزو او چا غوږين چا به دوه ميله رابقوو او چا به سرپوخ، چا پيتې او چا به د تشو دارو غرابين نه بق پورته کړو- او د کلي نه به د هر قسمه ټوپک ډز راخوت- بيخې هم دغه ډول اوازونه به په کچه کوټه کې د څڅوبي هم وو- يو ډزو مار به جوړوو- او چي لا درخانۍ چاچي به پکې په ديوال سر راوچت که اوچغې به ې کړی يه خورې ناوه مو بنده ده ټولې اوبه په دېواله در روانې دي دَو کۍ کوټه به درباندې در کېني- نو بيا خو به مور بيخي اېمرجنسي اولګوله،او چغه به ې کړه، هله د ماڼکي غوثه په نېکۍ رامدد شې -او ټول واړه به ې بهر بارانه ته راويستل او سر ته به ې پلاسټکي بوجۍ واچوله او په ټاټکي کې به ې په بوسو کې خټه واخکله او په اندرپايه به د باران په شېبو کې د کوټې سر ته اوخته او ناوه به ې کلکه کړه او ښکاره ښکاره سوري به ې رابند کړل او بيا به راکوزه شوه دکوټې جاج به ې واخست او مونږه ته به ې اشاره اوکړه چې دننه راځې او د کوټې په مينځ کې به ې په چرګۍ کې په لوند خشاک په ډېرو پوکو اوور بل کړو او مونږه به ورته تاوده هم شو او جامې به مو هم ورته وچې کړې- د کوټې لوږو به څڅوبي له هم سترګې ترخې کړې او لږ ټنګ ټونګ به ې کم کړو- پوهه نه يم د څڅوبې دبندولو علاج په لوګو کې څنګه وو؟
مو رچې به لږه ساه واخسته نو په ګوړه کې به ې راله دغنمو نه مرموره هم جوړه کړه کومه چې به موصرف په جړۍ کې خوړه او مزه به مو ترې اخسته-
دا خو زمونږه د زړې کوټې قيصه وه په جړۍ کې به د ټول کلي بد حال وو-لاری کوڅی به د چقړو ډکې وې حجری جمات ته به تلل د هر چا په وس کې نه وو- کمزوري مشران خو به د جمات په لار کې اکثر لکه د زړو جي ټي ایسو سلپ کېدل- اتفاق ته ګوره زمونږه په لاټېن کې به تېل هم د جړۍ په شپه ختمېدل او د لالي کا کا د دکان د لارې بوختې به اکثر په هم دغه ما ښا مي زمونږ په نصېب وې- هغه وخت کې چترۍ او د خټو بوټان لا چا پېژندل، د ګوړی بوجۍ نه به مو داسې بورقه شان جوړه کړه او سر ته به مورا واچوله څپلۍ به مو کور پرېښودې او د خاورو د تیلو بوتل به مو واخست او په دغه ګران مشن به روان شو- تش تلل خو اسان وو که به راوغورځېدو نو دومره نقصان به نه وو خو که په واپسۍ کې به اوخوېدو نو د تېلو د توېدوسنګينه خطره په کې هم وه-
د جړۍ خپلې لوبې او خپل خوراکونه وو- په کوټه کې به سره ټول وروڼه خوېندې راټول شو او منذرې،بلوري یا مرګاټي به موشروکړل- چې اکثر به ې اختتام په ګټه تاوان نه، په جنګ جګړه او د مور لخوا په وهلو کېده-
په حجره کې به سړو د جړۍ ورځې په تاش يا تورب تېرولې- او ورځ دوه پس به د کاغذي تاش نه سمه زړه بړستن جوړه شوه چې څوک به پکې په پيسلو يا وېشلو کې ګېر شو نو د ټګۍ نه بغېر به ې خلاصې ګران وو- د کلي ټول کرونده ګر به هم ښه بېغه په حجره کې ناست وو او وييل به ې: نه شل روڼه او نه يو باران-
دژمي جړۍ به د کلي کچه دېوالونه خوړين کړل او اکثرو به پکې ډډه اولګوله او د کور دپردې مهمه ذمه به ې د سر نه اوغورزوله او دغه کا ر به ې د ګوړې بوجۍ او يا د پترۍ شپول ته وسپاره- دغه به يوه موقه وه لکه چې وايی-
که ديدن کړې تلوار را اوکه
مودام به نه وي نړېدلې دېوالونه
د جړۍ په خوراکونو کې نينې، باګړي( لوبيا) او ګونګړي ښکاره خوراکونه وو ولې د ماښام په ډوډۍ کې به د تبۍ سوکړک چې مينځ به ې اکثر لوګې زيړ کړې وو او ورسره به د اوګې او ټماټرو ترسکون لاوڼ او د پيشتري ساګ وو چې هغې کې به هم د اوګې روغ روغ پلي خولې له راتلل ( ما به اوګه نه شوه خوړلې او چې به خولې له راغله باقۍ کوله به مې)- دادا به په لاوڼ کې سوکړک مات کړو او ساګ به ې پې واچو- مور چې به زما تريو تندي ته اوکتل نو او به ې وییل- شل شوکره اوباسۍ چې د جړۍ په دې توره شپه درته لا دا نصيب شي- تاسو ټق اوچاودۍ د مستۍ نه – کوټې او د نغري ځاې راڅاڅي، خشاکونه ټول لامده دي چې لا دومره ې درله څوک توده کړي په دې هم شوکر اوباسۍ- خو ما تر اوسه د دغې خوراک ناشوکري کړې او چرته مې هم په خپله مرضۍ نه دې خوړلې-
کله نه کله خو به دغه جړۍ دومره اوږدې شوې چې خلکو به پکې قسما قسم افواګانې او قصې هم جوړې کړې لکه چې زمونګ د کلې جامداد کاکا چې اکثر به ې قصه د تپوس په شکل کې شرو کوله - ؛ يره دا خو ډېر ظلم شوې که څنګه؟؟
دحجرې نورو سړو به ویل څه شوي؟ ياره اورېدلي مې دي په خوړ کې چا وړوکې ماشوم وژلې، دا ګورې نه چې باران د ودرېدو نوم نه اخلې- چې داسې ظلمونه کېږي څه به اسمان شين شي-
آخر د ډېرو تو بو وروسته چې به آسمان رڼا شو د کلې د موسمياتو ماهرينو به پېش ګوي اوکړه يره په اسمان کې قبلې پلو لاره اوشوه لکه چې شين کېږې- او اکثر به دغسې اوشوه صباله به نمراوخوت- چې ورته به سترګې برېښې دې او د کلې سپو به ورته داسې غپل لکه چې نمر ې په سترګو نه وې ليدلې
-----( نوره به بيا شي)
XS
SM
MD
LG