لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بنو کې د شمالي وزیرستان کډوال د بیرته ستنیدو غوښتنه کوي


د پاکستان قبایلي سیمې شمالي وزیرستان د دته خیل، لوړه منډۍ او شوال نه بې کوره شوي کډوالو د پاکستان حکومت نه غوښتلي، د کډوالۍ ژوند ستومانه کړي او بیرته خپلو سیمو ته ستنیدل غواړي.

د خیبر پښتونخوا په بنو ‍‍‍ښار کې د سړک په غاړه په زړو خیمو کې د تیرو دریو کالو راهسې ژوند کونکي دغه کډوالو وي او ډیوه ته ویلي د تیرو دریو کالو راهسې په دغه خیمو کې ژوند کوي او نورې دغه سختې نه شي زغملی.

دغه کډوال ګیله کوي د دوي نه وروستو راغلي کډوال بیرته خپلو سیمو ته ستانه شول خو حکومت د دوي هیڅ غم نه کوي. دغه کډوال د مرستندویه ادارو نه هم ګيلې کوي چې د دوي مرستې يې تړلې دي.

د پاکستان حکومت او پوځ دعوه کوي چې د پاکستان قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو وروستو دغه سېمې د ترهګرو نه پاکې شوي او دغلته یو شمیر پرمختیاي پروژې هم سر ته رسیدلي. حکومت بیا بیا د کډوالو د ستنیدو اعلانونه هم کړي خو اوس هم د دغه قبایلي سیمې یو شمیر کورنۍ د کډوالۍ سخت ژوند تیروي.

په بنو کې د سړک غاړې په زړو خیمو کې ژوند کونکو دغه کډوالو ستونزې د عدنان بیټني په رپورټ کې په لاندیني لنک واورۍ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG