لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي چارواکي ګني پاکستان کې میشت ترهګرې ډلې د امریکا ګټو ته خطر دی


د امریکا لوړپوړو استخباراتي چارواکو ویلي په پاکستان کې میشتې ترهګرې ډلېامریکا ته کوم جدي ګواښ نه شي رامنځ ته کولی. خو د هغه په وینا بیا هم دغه ډلې په سیمه کې د امریکا ګټو ته ګواښ ګڼل کیږي او په هند او افغانستان کې بریدونه کوي.

د امریکا د ملي استخباراتو مشر دانیل کوټس ویلي د پاکستاني طالبانو تحریک، جمعیت الاحرار، د هند غارې القاعده، داعش او لشکر جنګهوی، هغه سخت دریځه ترهګرې ډلې دي چې د امریکا د ملي استخباراتو د مشر په وینا پاکستان ته امنیتي ګواښونه پیښولای شي.

د امریکا دغه استخباراتي چارواکي د افغانستان په حالاتو ویلي د جګړې اوسنی حالت کیدی شي د طالبانو او د نورو سخت دریځو ډلو په ګټه تمام شي.

‍‍ښاغلی دانیل کوټس وايي په افغانستان کې حالات مخ په ورانیدو دي او وسله وال طالبان ښايي په روان کال کې لاسته راوړنې ولري. ښاغلي کوټس د پنجشنبې په ورځ د امریکا د سنا یوې غونډې ته وویل "د افغانستان د حکومت سیاسي کمزورتیا، د افغانستان د ملي امنیتي قواو تاوان لکه لوړ تلفات، کمزوری مدیریت، د طالبانو مقاومت او سیمه ایزه مداخلې ددې هیواد د پرمختګ پر وړاندې لوې خنډونه دي".

د سنا همدغې غونډې ته د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي استخباراتو مشر جنرال ونسنت سټوارت وویل امریکا باید د افغانستان د وسله والو ځواکونو د مضبوطیا لپاره له هغو سره مرستو ته پراختیا ورکړي.

دغه امریکايي چارواکي خبرداری ورکړی چې که داسې ونه شي، وضعیت خرابیږي او د هغه په وینا طالبان او د دولت مخالفې ډلې به د رامنځ ته شوي ګډوډي نه ګټه پورته کړي.

ښاغلي سټوارت د افغان ځواکونو د فعالیت په ستاینې وویل چې طالبان يې ندي پریښې چې خپلو ټاکل شوو ستراتیژیک اهدافو ته ورسیږي. دغو دواړو امریکايي چارواکو ټینګار درلود چې افغان قواوی اوس هم بهرنیو پوځي او مالي مرستو ته اړتیا لري.

باور کیږي چې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ به د مي میاشتې پر ۲۵ د ناټو د سرمشریزې غونډې نه وړاندې د افغانستان په هکله خپله تګلاره اعلان کړي. امریکايي پوځي چارواکو افغانستان ته د اضافي امریکايي پوځیانو د استولو غوښتنه کړې ده. امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې ښایي صدر ټرمپ شاوخوا ۳۰۰۰ نور امریکايي پوځيان افغانستان ته واستوي.

ښاغلي کوټس وویل د داعش د خراسان څانکه چې په افغانستان کې میشت ده په روان کال کې د افغانستان ثبات او همداشان د امریکا او لویدیځې نړۍ کټو ته کمزوری ګواښ دی.

د وي او ای اشنا ریډیو په مننه

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG