لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډیلاس: برید کونکي غوښتل سپین پوستي کسان اوژني


د امریکا صدر بارک اوباما دغه پیښه د ظلم او یرې ډکه منصوبه شوی پیښه بللی. په وارسا کې د ناټو غونډې په مهال امریکاېي صدر وېلي د پولیسو کار ډیر سخت او ګران دی او داسې قسمه پیښې پولیسوته موجود سخت خطرونه نور هم رامخې ته کوي.

دامريکا دټيکساس ايالت په ډيلاس ښار کې پولیسو وېلي تیره شپه په پولیسو برید کونکی تن د امنیتي عسکرو سره په مقابله کې وژل شوی. دغه وسله وال تن تیره شپه په ډزو کې پینځه پولیس عسکر وژلي او نهه نور ېې ژوبل کړي دي.

نن د جمعې په ورځ د ډیلاس ښار د پولیسو مشر ډیوډ براؤن یو خبري کانفرنس ته وېلي دغه تن د مقابلې په وخت پولیسو ته وېلي وو( هغه غوښتل یواځې سپین پوستي پولیس افسران اوژني). د پولیسو مشر زیاته کړی دغه حمله کونکي دغه کار یواځې کړی او د هیڅ یوی ډلې سره ېې اړیکې نه لرلې.

په پولیسو برید کونکی تن د پولیسو سره د خبرو اترو په مهال په یو روبوټ بم وژل شوی. د ډیلاس ښاروال ماېک رالنګز په خلکو غږ کړی چې د پیښې د ځاېې نه دې لرې ووسي.

د امریکا صدر بارک اوباما دغه پیښه د ظلم او یرې ډکه منصوبه شوی پیښه بللی. په وارسا کې د ناټو غونډې په مهال امریکاېي صدر وېلي د پولیسو کار ډیر سخت او ګران دی او داسې قسمه پیښې پولیسوته موجود سخت خطرونه نور هم رامخې ته کوي.

په سوشل میډیا خپرو شوو ویډیو ګانو کې ښودل کیږي چې خلک د ډزو اوازونه اوریدو وروستو د دغه ځاېې نه تیښته کوي او په یوه بله ویډیو کې بیا یو وسله په لاس تن یو پولیس افسر په ډزو ولي.

روانه اوونۍ يوځل بيا د امریکا په دوؤ بيلا بيلو ایالتونو کې د پولیسو لخوا دتور پوستو سړو دوژل کيدو په ضد مظاهرې پيل شوې. هم دغه شان یوه مظاهره کې بیا تیره ورځ پوليسو ته دمرګ ژوبلې اوښتو پيښه رامينځ ته شوې.

دډزو دغه خونړۍ پيښه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې څو ساعته دمخه دامريکا ولسمشر براک اوباما دقانون پځايې کوونکو ادارو باندې زور راوړى چې دخپل ځان دننه موجود نسلي امتياز ساتونکي دې لرې کړي. دهغه وينا وه مونږ ټولو ته دامريکايانو په توګه روانه اوونۍ کې مينيسوټا کې ديو تور پوستي تن دپوليسو لخوا په وژنه انديښنه پکار ده. دغه څرګندونې هغه دجمعې په ورځ وارسا کې دنيټو دسرمشريزې غونډې لپاره دګډون په غرض پولينډ ته په رسيدو کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG