لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما په ډي- ډې عسکرو ته پېرزونې وړاندی کړي


 په دستوره کې د ۱۸ هیوادونو مشرانو هم ګډون کړی دی
په دستوره کې د ۱۸ هیوادونو مشرانو هم ګډون کړی دی
د امریکا صدر بارک اوباما د فرانس په نارمنډې سیمه کې د (ډي ډې) نمانځلو په موقع په دویم نړیوال جنګ کې برخه اغستونکو عسکرو ته د عقیدت پیرزونو وړاندی کړي.۷۰ کاله وړاندی غربي هیواندونو او ددوي ملګرو په فرانس حمله اوکړه او دغلته ېي نازي جرمنیانو ته ماتې ورکړې وه.

د فرانس نارمنډې په ساحل صدر اوباما په خپل تقریر کې وېلي پدغه جنګ کې برخه اغستونکو عسکرو زمونږ د آزادۍ لپاره قربانې ورکړي دي. دوي ځانونه قربان کړل چې مونږ آزاد ژوند اوکړو. دوي په دی هیله اوجنګیدل چې مونږ ته نور د جنګونو حاجت پاتې نه شي. مونږ ټول ددغو عسکرو مننه کوو.

په دغه دستوره کې د فرانس صدر فرانسوا اولېنډ په خپله وینا کې وېلي هغه ټول خلک اتلان دي چا چې په ډي – ډې کې برخه اغستې وه. هغه وېلي په دې ورځ نړۍ بدله شوی او مونږ ټول ددغه عسکرو احسان مند یو.

په کال ۱۹۴۴م کې د جون په شپږمه نېټه د اتلافي ځواکونو نژدې یو لک او شپیته زره پوځیانو د نارمنډې په ساحل کوز شوي وو او د پوځي تاریخ په دغه لویه سمندري جګړه کې په ړومبۍ ورځ څلورنیم زره عسکر وژل شوي وو.

د جمعې په ورځ د ډي- ډې په دستوره کې په زرګونو پوځیانو هم برخه اغستې چې پکې هغه امریکایان هم شامل وو چا چې ۷۰ کاله وړاندې پدغه جګړه کې برخه اغستې وه. په دستوره کې د ۱۸ هیوادونو مشرانو هم ګډون کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG