لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ نړیوال کپ او د لوبډلو جاج


د کرکټ نړیوال کپ شورو کیدو کې په شمار ورځې پاتې دي. د دې زغل وړاندې په کال ۲۰۱۴م کې برخه اغستونکو لوبډلو څومره لوبې کړي او څومره ېي ګټلي. دغه تفصېل د زیاتو لوبو کونکو لوبډلو په شمېره لېکل شوې.
د کرکټ نړیوال کپ شورو کیدو کې په شمار ورځې پاتې دي. د دې زغل وړاندې په کال ۲۰۱۴م کې برخه اغستونکو لوبډلو څومره لوبې کړي او څومره ېي ګټلي. دغه تفصېل د زیاتو لوبو کونکو لوبډلو په شمېره لېکل شوې.

اشفاق مومند

سري لنکا:

کال 2014م کښې د یوه ورځنۍ کرکټیا (ون ډی) 31م سېریزونه ترسره شوي چې پکښې سري لنکا ترټولو زیات 7 سیرونو کښسې برخه اخستې اوپېنځه ېې ګټلي. په لومړي سېرېز کې سري لنکا بنګله دېش ته په درې صفر ماتې ورکړه. دا سیریز په بنګله دیش کښې لوبېدلې وو.د دغې وروستو ېی هم په بنګله دېش کښې په اېشیا کپ کښې کامیابې تر لاسه کړه. د اېشیا کپ ګټلو وروستو سري لنکا ایرلینډ پرضد سېرېز په یو صفر او په برطانیه کښې کوربه هیواد ته په درې دوه ماتې ورکړی.عرب اماراتو کښې د سري لنکا کرکټ ټېم د پاکستان پرضد په دوه یو سېرېز اوګټو او په خپل کور ېې په یو سېرېز کې د برطانې ټیم ته په پینځه دوه ماتی ورکړی ده.

هند:

دهند لوبډلی په کال ۲۰۱۴م کې په شپږو سېرېزنو کښې څلور ګټلي او دوه یې بیللي. دهند کارکردګي د نیوزي لېنډ او اسټریلیا په میدانونو هڅې هم خه نه وي او تیر کال ېې هم د نیوزي لېنډ پرضد په نیوزی لینډ کښې څلور صفر ماتی اوخوړه.چېښاېي په راروان نړیوال کپ کښې د دوي د ګټې به آسانې نه وي. که څه هم د هندوستان په لوبډله کې ویرات کوهلي او ځنې نور لوبغاړو په هند او نورو هیوادونو کې ښه لوبه کړې او د آسټرېلیا او نېوزي لېنډ په شان توندو او تېزو میدانونو د هند ریکارډ خه نه دی. د اېشیا کپ نه د بهر کیدو نه وروستو ېی په بنګله دیش کښې کوربه ټیم ته په دوه صفر ماتې ورکړه. برطانیې ته یې په خپل کور (هند) کښې په پینځه دوه ماتی ورکړه او بیا د برطانیې پرضد ېې هم په برطانېه کې سېریز په درې صفر سره په خپل نوم کړو. په خپل هوم ګراونډ ېې بیا وېسټ انډیز ته په دوه صفر او سری لنکا ته ېې په پینځه صفر ماتې ورکړی.

سویلي افریقه:

سویلي افریقه د نړیوال کپ وړاندی پینځه سیریزونو کښې د اسټریلیا پرضد خپل سېرېز په څلور صفر بیللې دغه سېرېز په آسټرېلیا کې شوی وو. د دغې نه علاوه سویلي افریقا پاتې نور څلور سیریزونه ګټلي. د سري لنکا پرضد ېې هم په سري لنکا کې په دوه یو ګټه کړې. زمبابوی ته یې په خپل کور په درې صفر ماتی ورکولو تر څنګ هم پدغه هیواد کې د اسټریلیا او کوربه ډلی پر خلاف درې اړخیزه ټورنامنټ په خپل نوم کړې. د نیوزي لینډ پرضد ېې هم د نیوزي لینډ په مېدانونو په دوه صفر ګټه تر لاسه کړی.

آسټرېلیا:

آسټرېليا د کرکټ لوبډلی څلور سیریزو کښې یو دری اړخیزه ټورنامنټ د سویلې افریقه او زمبابوی پرخلاف بیللي او پاتې درې ېې ګټلي دي. دوی د برطانیی خلاف په خپله خاوره څلور صفر سره ګټه کړی،د پاکستان لوبډلی ته ﺉ په عرب اماراتو کښې دری صفر سره ماتی ورکړی او په سویلې افریقه ﺉ اسټرسلیا کښې په څلور صفر سره بریالتوب تر لاسه کړی.

نیوزی لینډ:

کا ل ۲۰۱۴م کښې نیوزي لینډ په څلورو کښې دوه سیریزونه ګټلي، یوېې د ویسټ انډیز خلاف په دوه دوه برابر کړي او یو په نیوزي لینډ کښې د سویلي افریقه نه په دوه صفر بیللي. پاتې دوهسیریزونو کښې ېې یو د هند خلاف په څلور صفر او عرب اماراتو کښې د پاکستان خلاف په درې دوه ګټلي.

برطانیه:

برطانیې پینځه سېریزونو کښې دوه ګټلي او درې ېې بایللي دي. د دوي لومړۍ ګټه د ویسټ انډیز پرضد هم په ویسټ انډیز کښې وه. دغه سیریز برطانیی په دوه یو وګټه. د دی علاوه صرف یو مقابله ېې د اییرلینډ پر ضد ګټلې. دوي په اسټریلیا کښې د کوربه لوبډلې نه په څلور یو ماتی د خوړلو ورستو په خپل کور د هند نه په دری یو ماتی خوړلی او د سری لنکا نه بیا په سری لنکا کښې په پینځه دوه ماتی سره مخ شو.

ویسټ انډیز:

ویسټ انډیز پینځه سېریزونه په تیر کال کښې کړي چې پکښې یو د نیوزي لینډ خلاف په دوه دوه برابر کړي.دووه ېې بایللي او دوه ېې ګټلي دي. دوي یو په بنګله دیش کښې په دری صفر ګټلی او د اییر لینډ خلاف ﺉ هم یو مقابله ګټلی. ویسټ انډیز په برطانیه کښې په دوه یو سیریز بیللي او هند کښې کوربه کرکټ لوبډلې ورته په دوه یو ماتی ورکړی.

بنګله دیش:

بنګله دیش پینځه سیریزونو کښې یو د زمبابوی خلاف په پینځه صفر ګټلی او پاتی څلور ﺉ بایللې. ویسټ انډیز ورته په په دری صفر، سری لنکا ورته په درې صفر او هند ورته په خپل کور په دوه صفر ماتی په ورکړیده.

پاکستان:

د پاکستان کرکټ لوبډلې کال 2014 کښې څلور سېریزونه کړي چه پکښې یو هم نه دې ګټلې. لومړۍ د اېشیا کپ نه بهر شو او بیا ېې په عرب اماراتو کښې د سری لنکا نه په دوه یو سره ماتې اوخوړه. د دغې ورستو هم عرب اماراتو کښې د اسټریلیا خلاف په دری صفر شکست سره مخ شو او په دغه میدانونوېې د نیوزی لینډ نه په دری دوه ماتی هم اوخوړه.

زمبابوی:

زمبابو په څلورو سیریزنو کښې یو د افغانستان سره برابر کړي او پاتې درې ېې بیا بېللي. یو ېېد افریقه پرضد په دری صفر هم په زمبابوی کښې بایللی،بل ﺉ دَ بنګله دیش نه په پینځه صفر بایللې او دَ اسټریلیا او سویلی افریقه پرضد هم د ټورنامنټ نه بهر شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG