لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت یو سړي ته دریو کالو پورې امام پسې د نمونځ ناویاته سزا ورکړې


دپاکستان د کراچۍ ښار یوې سیمه ایزې محکمې د غیرقانوني وسلې لرلو په تور نیول شوي یو تن ته تر دریو کالو پورې په جومات کې په جمع د نمونځ کولو سزا ورکړې ده.

سرچینې وایي سزا وار تن د قاضي (جج) په وړاندې ومنله چې هغه سره بې لائسنسه وسله وه چې له هغې وورستو دحلیم احمد په نوم دغه جج ملزم یوسف خان ته تر دریوؤ کالو د خپلې سیمې په جومات کې د جمعې سره دنمونځ کولو سزا واورؤله.

د سیمې نه دپولیس سرچینې وایي چې یوسف خان نومې یو تن پولیسو دغیرقانوني وسلې سره نیولی ؤ اؤ تیره ورځ یې د سیشن جج حلیم احمد مخې ته وړاندې کړو.

دمحکمې لخوا په اورؤل شوې سزا کې ویل شوي چې که ملزم په دغو دریوؤ کالو کې د جمعې سره یو نمونځ هم قضاء کړو نو ورته به د اوو کالو دبند اؤ ۵۰ زره روپو د جرمانې سزا اورول کیږي.

خو سرچیني وایي ددغه محکمې په پریکړه کې دا سپیناوی نه دی شوی چې که یوسف په دغو دریوؤ کالو کې دناروغتیا یا نورو علتونو له امله دجمعې سره دنمونځ کولو نه عاجز شو نو ایا بیا به هم اووه کاله بند باندې محکوم کولی شي ؟

سرچینې وایي هم دغه محکمې له دې وړاندې د کراچۍ د بهادر اباد سیمې اوسیدونکي ملزم ته د جرم په ثابتیدو د جومات د صفایۍ اؤ نمونځونو کولو سزا اورولې وه.

په پاکستان کې هرڅو که د جرمونو دپاره په قانوني ډول د وړاندې نه سزاګانې مقرر دي خو کله کله د محکمو لخوا د سزاګانو داسې ناشنا پریکړې مخې ته راځي چې خلک حیرانوي.

دپاکستان په عدالتي تاریخ کې دا سزا هم لیک ده چې یوځل دکراچۍ یوې محکمې قاسم نومې یو ځلمي ته دا سزا اورولې وه چې دغه تن به تر یو کال دسړک پغاړه ودریږي اؤ پلی کارډ به یې په لاس کې پورته کړی وي.

قاسم نومې دغه ځلمي په کال ۲۰۱۵م کې د پولیس یو افسر په ګاډي وهلی ؤ چې وورستو پولیسو نیولی ؤ ، تر دوو‌ کالو یې سیمه ایزې محکمې کې ددوسیې اوریدنه روانه وه اؤ وروستو ورته دغه ناویاته سزا وارورل شوه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG