لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د چمن د څلورو سوداگرو د وژنې په جرم کې 5 پوليسو ته د تېزندۍ سزا


د هغه وخت د سترې محکمې مشر قاضي جسټس عبدالحميد ډوگراو بل جج جسټس اعجازالحسن په پېښه خپل ځاني نوټس اخستی ؤ .
د هغه وخت د سترې محکمې مشر قاضي جسټس عبدالحميد ډوگراو بل جج جسټس اعجازالحسن په پېښه خپل ځاني نوټس اخستی ؤ .

د کراچۍ د ترهگرۍ د مخ نيوي يو عدالت هغو پينځه ؤ پوليس والو ته د تېزندۍ سزا واوروله ، په چا باندې چې په کال ۲۰۰۸م کې د بلوچستان چمن سيمې سره د تعلق لرونکو څلورو سوداگرو کراچۍ کې د وژنې تور وو .

د کراچۍ د ترهگرۍ د مخ نيوي يو عدالت هغو پينځه ؤ پوليس والو ته د تېزندۍ سزا واوروله ، په چا باندې چې په کال ۲۰۰۸م کې د بلوچستان چمن سيمې سره د تعلق لرونکو څلورو سوداگرو کراچۍ کې د وژنې تور وو .
د کراچۍ د ترهگرۍ د مخ نيوي يو ځانگړي عدالت نن د شورو په ورځ پينځه ؤ پوليس والو ته څلور ، څلور ځله د تېزندۍ سزا واوروله ، دغه پوليس چې ملک ارشاد ، نور محمد ، ظهير مرزا ، ظهور خان او ظفرعلي نوميږي په دويي د هغو څلورو سوداگرو د وژنې تور ؤ ، چې په کال ۲۰۰۸م کې په کراچۍ کې د فېروز اباد تهاڼې په حدودو کې په جعلي مقابله کې وژل شوي وو .
د بلوچستان ايالت چمن سيمې سره د تعلق لرونکو زين الدين ، ابراهيم ، طاهرخان او عبيدالله د وژنې په اړه په هغه وخت سزاوار شوؤ پوليسو عدالت ته په خپل بيان کې وئيلي ؤ ، چې دغه کسان ډاکوان وو او پوليس سره په مقابله کې وژل شوي .
د راپورونو ترمخه په دغه پېښه کې پوليس خپله د وژنې په پېښه کې د تورن پوليسو په ضد د قتل خطا مقدمه درج کړې وه ، ولې د هغه وخت د سترې محکمې مشر قاضي جسټس عبدالحميد ډوگراو بل جج جسټس اعجازالحسن په پېښه خپل ځاني نوټس اخستی ؤ .
اود دواړو ججانو دوه کسيزه بنچ امر کړی ؤ چې په دغې پېښه کې د تورن پوليس خلاف دې د تعزيرات پاکستان د ۳۰۲ دفعې لاندې مقدمه درج کړی شي .
د راپورونو ترمخه د څلورو سوداگرو د وژنې په کېس کې ۲۵ گواهان عدالت ته وړاندې شوي ، او عدالت پوليسو ته د وژنې د جرم ثابتېدو وروستو د تېزندۍ سزا اورولې ده .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG