لاس رسیدونکی لینک

کوئټه : د اکبر بگټي د وژنې په کېس کې عدالت پرويزمشرف ته دحاضرۍ حکم کړی


که پرويز مشرف په راتلونکې پېشۍ حاضر نه شو نو عدالت د هغه د نيولو ورانټ جاري کولی شي
د کوئټې د ترهگرۍ د مخ نيوي يو عدالت نن د بلوڅ مشر نواب اکبربگټي د وژنې په کېس کې پخواني پوځي صدر پرويز مشرف ته حکم کړے ، چې د اپريل په ۲۱م نېټه دې عدالت ته حاضر شي .
نن د گل په ورځ د کوئټې د ترهگرۍ د مخ نيوي د لمړي عدالت جج طارق احمد کاسي د اکبربگټي د وژنې د کېس اورېدنې په مهال حکم جاري کړو ، چې پرويز مشرف دې په راتلونکي تاريخ عدالت ته حاضر شي ، کنه د هغه ضمانت به منسوخ کړی شي .
د کېس د اورېدنې وروستو د مدعي نواب زاده جميل اکبربگټي وکيل سهېل راجپوت مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، که پرويز مشرف په راتلونکې پېشۍ حاضر نه شو نو عدالت د هغه د نيولو ورانټ جاري کولی شي .
د کېس اورېدنې په مهال پخوانی داخلي مرکزي وزير افتاب شېرپاؤ اود بلوچستان پخوانی صوبايي وزيرداخله ميرشعيب نوشېروانې عدالت ته حاضر شوي ، او عدالت دوي دواړو ته هم په ۲۱م اپريل د حاضرۍ وئيلي دي .
شېرپاؤ وئيلي چې مونږ وړاندې هم دعدالت قدر کړی او بيا به يې هم کوؤ .
د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه د اکبربگټي د وژنې په کېس کې عدالت په دوهم ځل د پرويز مشرف د دوه ضمانتيانو په ضد د نيولو ورانټ هم جاري کړو .
د بلوڅ مشر اکبربگټي په وژنه کې د هغه زوئي جميل بگټي پخوانی پوځي صدر پرويز مشرف ، پخوانی وزيراعظم شوکت عزيز ، د بلوچستان پخوانی گورنر اوېس احمدغني ، افتاب شېرپاؤ ، شعيب نوشېرواني او پخوانی ډيټي کمشنر ډېره بگټي صمدلاسي نومولي وو .
د بلوچستان سترې محکمې د نومول شوؤ کسانو په ضد له وړاندې نه د نيولو ورانټ جاري کړی دی .
بلوڅ مشر اکبربگټي په کال ۲۰۰۶م کې د هغه وخت د پوځي صدر پرويز مشرف په واکمنۍ کې يو پوځي اپرېشن کې وژل شوی ؤ .
XS
SM
MD
LG