لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت دايف سي مشر ته دعدالت دسپکاوي جاري شوى نوټس بيرته اخستى


جنرال اعجاز شاهد خدمات ترسره کوونکى په پاکستان کې لمړى جنرال ؤ چې ورته دعدالت دسپکاوي نوټس جاري کړل شوى ؤ.
جنرال اعجاز شاهد خدمات ترسره کوونکى په پاکستان کې لمړى جنرال ؤ چې ورته دعدالت دسپکاوي نوټس جاري کړل شوى ؤ.

ميجر اعجاز شاهد ته دسپريم کورټ دپخواني چيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ کې دسترې محکمې يو درې کسيز بينچ دروانې مياشتې په پيل کې دبلوچستان دبې درکه شوؤ کسانو په اړه مقدمه کې عدالت ته په نۀ وړاندې کيدو دسپکاوي نوټس جاري کړى ؤ.

راپورونه وائي دپاکستان سترې محکمې دبې درکه کسانو مقدمه کې دبلوچستان صوبې دفرنټئير کور مشر ميجر جنرال اعجاز شاهد ته دمخه جاري کړى دعدالت دسپکاوي نوټس بيرته اخستى دى.
جنرال اعجاز شاهد خدمات ترسره کوونکى په پاکستان کې لمړى جنرال ؤ چې ورته دعدالت دسپکاوي نوټس جاري کړل شوى ؤ.
ميجر اعجاز شاهد ته دسپريم کورټ دپخواني چيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ کې دسترې محکمې يو درې کسيز بينچ دروانې مياشتې په پيل کې دبلوچستان دبې درکه شوؤ کسانو په اړه مقدمه کې عدالت ته په نۀ وړاندې کيدو دسپکاوي نوټس جاري کړى ؤ.
د جسټس ناصرالملک په مشرۍ کې دسپريم کورټ درې کسيز بينچ دزيارت په ورځ دبلوچستان دبې درکه شوؤ کسانو په اړه دمقدمې اوريدنه وکړه.
داوريدنې په مهال دميجر جنرال اعجاز شاهد وکيل عرفان قادر عدالت ته وويل موکل يې دناروغتيا له امله عدالت ته دوړاندې کيدو جوگه نۀ ؤ اؤ اوس درغيدو څخه سمدستي وروستو محکمې ته وړاندې شوى، ځکه هغه ته جاري کړل شوى دعدالت دسپکاوي نوټس دې بيرته واخستل شي اؤ دغه شان عدالت دعرفان قادر لخوا دوړاندې کړل شوي علت سره داتفاق کولو په ترڅ کې جنرال شاهد ته جاري کړى دسپکاوي نوټس بيرته واخستو.
عرفان قادر عدالت ته وويل قانون نافذونکو ادارو يو بې درکه شوى تن په کوئټه کې پيدا کړى اؤ دغه پرمختگ ددې تاثر نفي کوي چې گنې قانون نافذونکي په زوره دخلکو په ورکولو کې ککړ دي.
دايف سي دانسپکټر جنرل ميجر جنرال اعجاز شاهد له لوري سپريم کورټ کې دجمع کړل شوي راپور ترمخه ايف سي به دورکو شوؤ خلکو په اړه دمهمو معلوماتو ترلاسه کولو هڅه کوي.
عدالت ائي جي ايف سي ته وويل دخلکو په زوره دورکولو معامله کې دايف سي دککړتيا په اړه دې دراتلونکې اوريدنې په مهال يو جامع راپور وړاندې کړى اؤ دکيس اوريدنه دجنورۍ تر ١٥مې نيټې وځنډول شوه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG