لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د کانګرس غړي په پاکستان کې په سیاسي ګډوډي اندښمن دي


په واشنګټن کې امریکايي چارواکي وايي د پاکستان د سترې محکمې لخوا د وزیر اعظم نواز شریف ګوښه کېدو وروسته ددغه هېواد د خلکو او سیاسي ثبات په اړه اندښمن دي او ددغه هېواد په حالاتو د نږدې نه څارنه کوي.

د امریکا د کانګرس غړې شیلا جکسن د امریکا غږ ډیوې سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې پدې اړه وویل پاکستان د امریکا لپاره پدغه سیمه کې یو مهم هېواد دی:

٫٫ مونږ باید حقایق ترلاسه کړو. باید وه وایم چې دا د پاکستان کورنۍ مسله ده. مونږ نه غواړو د سیمې د امنیت په برخه کې د پاکستان رول خراب کړو او یا هم له ترهګرۍ سره زمونږ د ګډې مبارزې په برخه کې. زمونږ انديښنه بیا هم د پاکستان د خلکو په اړه ده. مونږ دې ته په تمه یو چې د شریف پرځای به بل څوک زر وټاکل شي او داسې یو څوک باید وي چې د قانون پلې کېدو ته ژمن وي.٬٬

اغلې جکسن وړاندې وویل د پاکستان کورنۍ مسلې به ددغه هېواد او د امریکا د ګډو اهدافو په ترلاسه کولو باندې کومه اغیزه وه نه کړي.

شیلا جکسن وویل هیله ده چې د نواز شریف ځای ناستی به هم د قانون پلي کېدو او نړیوالو قوانینو ته ژمن کس وي.

٫٫ تر ټولو مهمه مسله دا ده چې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې یو مهم متحد وه او دی. مونږ به د پاکستان له خلکو سره او هیله ده چې له نوي حکومت سره هم خپلو اړیکو ته دوام ورکړو. زما هیله دا ده چې پاکستان به ډیموکراسۍ او بشري حقونو ته خپلې ژمنې بیا تازه کړي او حکومت یې د قانون پلي کیدو ته ژمن پاتې شي او د وزیر اعظم ځای ناستی یې له تاوتریخوالي پرته وټاکل شي.

په پاکستان کې دا سیاسي ګډوډي پداسې وخت کې رامنځته شوه چې امریکا په دغه سیمه کې په خپلې نوې تګلارې غور کوي او غواړي چې د ترهګرو پرضد پاکستان اوس له امریکا سره په کلکه او رښتینولۍ سره ودریږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG