لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا د کانګرس غړي ټپي کیدو سره سره به د بیس بال لوبې ترسره شي


د امریکا د کانګرس د بیسبال لوبې به له پلان سره سمې نن د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې ترسره شي.

دغو لوبو ته د چمتوالي پرمهال یوه ورځ مخکې د جمهوري غوښتونکو وکیل سټیو سکالیس د یوه حیرانونکې برید په ترڅ کې سخت ټپي شو. ولسمشر ډنالډ ټرمپ که څه هم غوښتل پدغو لوبو کې ګډون وکړي خو د ناسم امنیت له امله به پدغو لوبو کې ګډون وه نه کړي.

سکالیس په کانګرس کې د جمهوري غوښتونکو ډلې مشر دی او پدې توګه د مشرانو د جرګې دریم ستر مشر ګڼل کېږی. سکالیس هغه مهال سخت ټپي شو کله چې د ټاکل شویو لوبو لپاره د چمتوالي پروخت د یوه برید ګر لخوا په تفانچې وویشتل شو.

برید کونکی ۶۶ کلن جیمز هاډکینسن بیا د پولیسو لخو د ویشتل کیدو او ټپي کیدو وروسته مړشوی.

دغه برید د ویرجینیا ایالت د الیګزنډریا ښار کې د پوټامک سیند سره نږدې په هغه پارک کې وشو چيرې چې ټاکل شوې وه د بیس بال لوبې ترسره شي.

ولسمشر ټرمپ له خپلې میرمنې سره د سکالیس د پوښتنې لپاره د چهارشنبې په ورځ روغتون ته ورغلی وه. امریکايي چارواکي وايي تر اوسه هم روښانه نه ده چې د برید کونکي مقصد څه وه چې ولې یې دا برید ترسره کړ.

د پېښې په ځای کې د کانګرس ۲۰ نور وکیلان هم حاضر وه چې د ډزو پر وخت یې د ونو شاته پنا وړې وه. د کانګرس یوه وکیل جیف ډنکن پولیسو ته ویلي دي چې برید کونکي له برید مخکې له ده پوښتنه کړې وه چې دغه وکیلان د جمهوري غوښتونکو له ډلې څخه دي او که د ډیموکراټانو له ډلې څخه؟

برید ګر په ټولنیزو رسنیو باندې د ټرمپ په وړاندې ترخې خبرې لیکلې وې او د ډیموکراټانو د سناتور برني سینډر د کاندیداتورۍ پرمهال د هغه یو افتخاري کمپاین کونکی وه.

سنډرز ویلي دي برید ډیر خواشینونکی دی او زیاته کړېده چې هر ډول تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی. د امریکا د فډرالي پلټنو اداره یا اف بي آی د یادې پېښې په اړه دا مهال پلټنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG