لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عاېشه ګلالۍ تورونو د پلټنو لپاره به پارلیماني کمیټي جوړیږي


د پاکستان تحريک انصاف پخوانۍ زنانه غړې عا ېشه ګلالۍ لخواه د ګوند مشر عمران خان باندي لګول شوي تورنو پلټنو لپاره قامي اسمبلي د يوې پارليماني کميټۍ جوړولو پريکړه کړي چې په يوه مياشت کښې به پلټنې سر ته رسوي.

د پارليماني کميټي جوړولو وړاندیز وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ورکړی او ويلي ېي دي د قامي اسمبلۍ د يو غړي لخواه په بل غړي تورونه لګول شوي ځکه د دې لانجې پارلیماني پلټنې پکار دي.

وزيراعظم زیاته کړی دغه کمیټي به د تړولو دروازو شاته يا (ان کيمره) تحقيات کوي او په چا چې تور لګول شوی هغي ته به هم موقع ورکوي چې خپل دريځ وړاندې کړي. وزيراعظم ويلي که چرې عاېشه ګلالۍ ته د حفاظت لپاره امنیتي ساتونکي (سيکوړټي) پکار وي نو د اسلام آباد پوليسو مشر ته دې وینا وکړي.

بل خوا د پاکستان تحريک انصاف غړي فواد چودهري اعلان کړی عمران خان به هرې هغې کميټۍ ته د پلټنو لپاره وړاندي کيږي چي سم تحقيقات کوي.

وړاندي د دې نه په قامي اسمبلي کښې د تحريک انصاف شيرين مزاري ویلي وو عمران خان به يوې کميټۍ ته هم نه وړاندي کيږي او که چري د چا پر ضد تحقيقات کول وي نو لومړی دې د خارجه وزير خواجه آصف پرضد پلټنې وشي چي وړاندې يې دوې ته په پارليمان کښي سپکې خبرې کړې وې.

د اګست په لومړۍ نيټه د پاکستان تحريک انصاف عاېشه ګلالې د ګوند پريښيدو اعلان کړی وو او تور يې لګولی وو، عمران خان او د هغه نژدې ملګرو له وجې په ګوند کښي د ښځو عزتونه محفوظ نه دي.

پاکستان تحريک انصاف ګوند دغه تورونه ردوي او وايي د دې قیصې په شا د مسلم ليګ نواز ګوند لاس دی.

عايشه ګلالۍ نن د داخله سيکتر نه د سيکورټۍ غوښته هم کړې او تور يې لګولی د تحريک انصاف ګوند پریښودو وروستو ورته دهړکې ورکړی کیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG