لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي ایي ای افغانستان کې د طالب مشرانو د وژلو کمپاین پراخوي


امریکايي چارواکي وايي د استخباراتو مرکزي اداره CIA افغانستان ته وړې ډلې استوي چې له افغان ځانګړو ځواکونو سره په ګډه د طالبانو مشران ووژني.

د امریکا نیویارک ټایمز اخبار په خپل یو خبر کې وايي په اصل کې دا کار د صدر ټرمپ د نوې تګلارې یوه برخه ده چې غواړي طالبان او مشرتابه یې کمزوري او له افغان حکومت سره یې د سولې مذاکراتو ته مجبور کړي. داسې ښکاري چې د امریکا استخباراتي اداره به د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه د صدر ټرمپ د نوې تګلارې په عملي کېدو کې مهم رول ولوبوي.

سي اېي ای د نیویارک ټایمز دا راپور نه رد کړی او نه یې هم تاید کړی دی، خو دا لومړی ځل نه دی چې دغه اداره به دا ډول کارترسره کوي. د امریکا استخباراتي اداره به دا کارد افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د صدر ټرمپ له نوې تګلارې سره هم مهال کوي. په نوې تګلارې کې صدر ټرمپ په پوځي کمپاینونو او عملیاتونو کې ټول هغه محدودیتونه لېرې کړل، چې ولسمشر اوباما لګولي وو.

له نوې تګلارې سره په افغانستان کې د امریکا بمبارۍ هم په بیساري ډول زیاتې شوي. صدر ټرمپ د خپلې تګلارې د اعلان کولو پر مهال وویل "قاتلان باید پوه شی چې د پټېدو هېڅ ځای نلري" او امریکايي ځواکونه به یې د نړۍ په هر کوټ کې په نښه کړي.

په داسې حال کې چې سي ايي ای په افغانستان کې د طالب مشرانو د وژلو ماموریت بیا پراخوي، طالبانو په دې وروستیو کې په افغانستان کې خپل بریدونه هم زیات کړي دي. په تېرو څو ورځو کې طالبانو په ځانمرګو بریدونو کې په پکتیا، کندهار، کابل او فراه کې لسګونه افغانان ووژل.

د وي او ای اشنا په مننه

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG