لاس رسیدونکی لینک

سي ايي ای د اوسامه بن لادن په اړه نور معلومات خپاره کړل


بن لادن د کال ٢٠١١ د مۍ په دریمه نیټه په ایبټ اباد کې د امریکې خصوصي ځواکونو په خپل کور کې ووژلو

د امریکې استخباراتي ادارې سي ايی ای په کال ٢٠١١ کې په ایبټ اباد کې د القاعده مشر اوسامه بن لادن د کور نه اخیستل شوي ځېنې دستاوزیرات شائع کړې دي چې پکې اډیو او وډیو ریکارډونه، تصویران او مذهبي او جهادي مواد شامل دي.

سي ايي ای دغه دستاویزات د شورو، چارشنبې، په ورځ په خپله ویب پاڼه د عام ولس د کتلو دپاره خپاره کړېي چې پکې یوه ډایري هم شامله ده چې بن لادن پکې د کال ٢٠١١ م د مۍ په دریمه نیټه د امریکايي خصوصي ځواکونو په عملیاتو کې د وژل کیدو نه یوه ورځ وړاندې لیکل کړي و.

سي ايي ای ویلي د بن لادن او د القاعده د موادو شائع کولو یو مقصد دا دی چې عام خلک د تنظیم د منصوبو او د طریقه کار نه خبر شي.

سي ايي ای ویلي دغه دستاویزات په اصل شکل شائع شوي نو ځکه ډیر مواد ترجمه شوي نه دي او په عربۍ کې چاپ شوي.

سي ايي ای په يو خبرداري کې ويلي چې ممکنه ده ځینې مواد به د هر چا د کتنې وړ نه وي ځکه چې د اسنادو په دغه نوې ذخيره کې نامناسب او لوڅ شیان هم شته.

سي ايي ای ویلي دا دستاویزات په بیړه کې د بن لادن په کور د چاپې ورسته قبصه کې اخیستل شوي دي او ماهرینو یې معاینه کړې ده او کتلې یې دي چې ایا القاعده د حملې سازش لري او که نا؟ د القاعده د غړو په اړه د دستاویزاتو نه معلومات اخیستل شوي دي.

د سي ايي ای دغه دستاویزات په انټرنیټ په دې لنک کتل کیدای شي:

https://www.cia.gov/library/abbottabad-compound/index.html

XS
SM
MD
LG