لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چين صدر پاکستان ته خپل سفر ځنډولی

د يو سرکاري بيان ترمخه د چين صدر به خپله دوره کې پاکستان سره د ۳۸ بيلابيلو معاهدو په يادداشت لاس ليک کولو ، او د پاکستان د مرکزي حکومت ترمخه چين په پاکستان کې د ۳۴ اربه ډالرو د سرمايه کارۍ خواهش لرلو .

د پاکستان دفتر خارجه وئيلي ، چې په ملک کې د روان سياسي کړکېچ له کبله د چېن د صدر شي جنپنگ ټاکل شوې دوره د دواړو هېوادونو په صلاح ځنډؤل شوې ده .

د دفتر خارجه لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې د چين د صدر دوره د روانې مياشت په اخره کې ټاکل شوې وه ، چې وس وځنډؤل شوه ، او د دغې دورې د بلې نېټې دپاره د دواړو هېوادونو ترمينځ په سفارتي کچه خبرې اترې روانې دي ، او پاکستاني چارواکي وايي ډېر زره به بله نېټه وټاکل شي .

د وزيراعظم نوازشريف د خارجه امورو او قامي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي ، په پلازمينه اسلام اباد کې د پارليمان مخې ته د روانو احتجاجي مظاهرو له کبله د چين حکومت د خپل صدر شي جنپنگ دوره ځنډولې ده .

اسلام اباد کې د پارليمنټ مخې ته د پاکستان تحريک انصاف او عوامي تحريک ډلو لخوا دهرنې روانې دي .

سرتاج عزيز وئيلي ، د چين د صدر د دورې نه وړاندې د هغه د سيکيورټۍ په لړ کې يو ټيم تېره اوونۍ پاکستان ته راغلی او د دلته د حالاتو جاج يې اخستی دی . او د سيکيورټي ټيم د رپورټ وروستو د چين د صدر دوره ځنډېدلې ده .

بل لور ته په اسلام اباد کې د تحريک انصاف او عوامي تحريک د روانو دهرنو مشرانو عمران خان او طاهر القادري وئيلي ، دويې د چين د صدر په دوره کې خنډان نه دي جوړ شوي ، او دواړو وئيلي د چين د صدر هرکلی به کوي .

د يو سرکاري بيان ترمخه د چين صدر به خپله دوره کې پاکستان سره د ۳۸ بيلابيلو معاهدو په يادداشت لاس ليک کولو ، او د پاکستان د مرکزي حکومت ترمخه چين په پاکستان کې د ۳۴ اربه ډالرو د سرمايه کارۍ خواهش لرلو .

د دواړو هېوادونو ترمينځ د حکومتونو په کچه د معاهدو نه علاوه په شخصي سطح هم معاهدې شاملي دي ، چې پکې د چين لخوا د توانائۍ په شعبه کې په غټه کچه سرمايه کاري کول دي .

د پاکستاني چارواکو په خبره چين د پاکستان دپاره د لس زره ميگاواټه نه د زياتې بجلۍ جوړولو منصوبې منظور کړي ، او په دغو منصوبو به د چين صدر په خپله دوره کې دستخط کولو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG