لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

'ترهگرۍ' خلاف جنگ کې چین نړې والې ټولنې نه د ملاتړ غوښتنه کړې


د کونمنگ د حملې ورسته چینائي چارواکو ویلي قامې سلامتیه یقیني کولو دپاره به د ترهگرۍ خلاف نور کوټلي گامونه پورته کوي خو دغه ژمنه ویره راپورته کوي چې په ویغورو به قدغنونه نور هم سخت شي
د کونمنگ د حملې ورسته چینائي چارواکو ویلي قامې سلامتیه یقیني کولو دپاره به د ترهگرۍ خلاف نور کوټلي گامونه پورته کوي خو دغه ژمنه ویره راپورته کوي چې په ویغورو به قدغنونه نور هم سخت شي
چین په نړي واله ټولنه غږ کړی چې د "ترهگرۍ خلاف" د بېجنگ په جنگ دې پوهه شي او د چین ملاتړ دې وکړي.
چین خپل غږ د هغه پیښې ورسته پورته کړې چې پکې تورو په لاس مخ پټو حمله کونکو جنوبې غربي ښار کونمنگ د اورگاډو په سټیشن کې ٢٩ کسان ووژل او ١٣٠ نور يي زخمیان کړل.
بیجنگ د حملې تور د سنکیانگ سېمې په وسله والو لگولی چرته چې د ویغور نسل مسلمانان گله کوي چې د بیجنگ حکومت يي زوروي.
سنکیانگ کې د تشدد بیښې کمیابې نه دي او بیجنگ سېمه کې د ناقرارۍ الزام په سمدستي توگه په ویغورو لگوي او ترهگري يي بولي که داسې قسمه پېښې هڅې د عام اړې گړي پیښې هم ولې نه وي.
د اکتوبر په میاشت کې د بیجنگ تیانمن چارڅو کې د یوې پېښې الزام هم چین په ایسټرن ترکستان اسلامک مومنټ یا ايي ټې ایم لگولی دی. په دغه پیښه کې یو موټرد سړک په غاړ ولاړ خلکو باندې وختو او اور پرې ولگیدو.
چینائي چارواکو د کونمنگ د پېښې الزام هم په ايي ټي ایم لگولی دی.
په ايي ټې ایم سنکیانگ د چین نه د بیلولو الزام لگول کیږي.
امریکا هم ايي ټې ایم یو ترهگرو تنظیم گرځولی دی خو د چین په حملو کې تنظیم د ککړتیا او یا حملو ته د ترهگرۍ ویلو نه ډډه کړې ده.
د کونمنگ د حملې ورسته چین په امریکا ددوه مخۍ الزام ولگولو خو څو ورځې ورسته سټیټ پارټمنټ یا خارجه وزارت وویل داسې ښکاریږي چې د کونمنگ حمله د ترهگرۍ پیښه وه ځکه چې پکې عام خلک په نخښه کړی شوي وو.
د حملې ورسته چینائي چارواکو ویلي قامې سلامتیه یقیني کولو دپاره به د ترهگرۍ خلاف نور کوټلي گامونه پورته کوي خو دغه ژمنه ویره راپورته کوي چې په ویغورو به قدغنونه نور هم سخت شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG