لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین سنکیانگ سېمه کې بس کې په نقاب او ږیرې پابندي


چیني چارواکې وايي سنکیانگ کې د ترهگرۍ سره مخ دي. په ورستۍ موده کې سنکیانگ کې د تشدد خونړۍ پېښې هم شوي دي چې حکومت يي الزام په بیلتون خوښو ویغور وسله والو ډلو لگوي. سېمه کې د ترهگرۍ د مخنیوي دپاره د چین صدر د سختو اقداماتو غوښتنه کړې ده. خو ویغور وايی د امنیت اقدامات په اصل کې ددوي د زورولو دسیسه ده
چیني چارواکې وايي سنکیانگ کې د ترهگرۍ سره مخ دي. په ورستۍ موده کې سنکیانگ کې د تشدد خونړۍ پېښې هم شوي دي چې حکومت يي الزام په بیلتون خوښو ویغور وسله والو ډلو لگوي. سېمه کې د ترهگرۍ د مخنیوي دپاره د چین صدر د سختو اقداماتو غوښتنه کړې ده. خو ویغور وايی د امنیت اقدامات په اصل کې ددوي د زورولو دسیسه ده

د چین د سنکیانگ صوبې کرامې ښار کې حکومتي چارواکو پابندي لگولې چې نقاب او برقعه اغوستونکې زنانه، د اوږدو ږیرو سړي او یا هغه خلک چې په لباس يي ستور ی او یا سپوږمۍ وي د ښار په بسونو کې سفر نشې کولی.

سرکاري مطبوعات وايي دغه پابندي کرامی ښار کې د لوبو د مقابلو دپاره د حفاظتي گامونو برخه ده چې د اگست د اتمې نیټې پورې به پرځائې وي.

دې روژه کې سنکیانگ کې حکومت په سرکاري ملازمینو او طالب علمانو پابندي لگولې وه چې ژوره به نه نیسې. د حکومتي خبرې ادارو په اداریو کې خبرداری شوی وو چې روژه په صحت بد اثر غورځوي.

واشنگټن کې د سنکیانگ د مسلمانو د سیاسي حقوقو تنظیم ویغور امریکن ایسوسي ایشن وویل د کرامې اقدامات په ښکاره توگه د نسلې تعصب په بنیاد اخیستل شوی دی چې هدف يي ویغورمسلمانان دي. تنظیم وايي ددې نه وړاندې هم چینائي چارواکو د ویغورو خلاف داسې قسمه اقدامات اخیستې دي.

چیني چارواکې وايي سنکیانگ کې د ترهگرۍ سره مخ دي. په ورستۍ موده کې سنکیانگ کې د تشدد خونړۍ پېښې هم شوي دي چې حکومت يي الزام په بیلتون خوښو ویغور وسله والو ډلو لگوي. سېمه کې د ترهگرۍ د مخنیوي دپاره د چین صدر د سختو اقداماتو غوښتنه کړې ده. خو ویغور وايی د امنیت اقدامات په اصل کې ددوي د زورولو دسیسه ده.

د موجود وخت د چین سنکیانگ په نامه سېمه د تاریخ مشرقي ترکستان یا ایسټ ترکستان دی چې مسلمانان پکې اباد دي.

خیتز ترکستان د شاهراه ریشم په تاریخي لاره پروت دی. چې په ختیز کې د منگولیا، شمال کې د روس ، او غرب کې قزاقستان، کرغزستان، تاجکستان، افغانستان، پاکستان، هندوستان او په جنوب کې د تبت سره سرحد لري.

ختیز ترکستان کې د ترک کن نسل ویغورو ترڅنگ قزاق، کرغز، ازبک، تاتار او تاجک هم میشته دي.

د کال ٢٠١٠ د چین د مردم شمارۍ ترمخه د ختیز ترکستان ابادي یوویشت میلین ده چې څلویښت فیصد پکې هان چینایان دي. خو د ویغورو د انساني او سیاسي حقوقو تنظیم ورلډ ویغور کانگرس وايي هان چینایان په سیمه کې د کال نونسوه یو کم پنځوسم د قبضې ورسته په غیرقانوني توگه اباد کړی شوي دي.

ویل کیږي سېمه کې د ویغورو د ابادۍ نتاسب پنځه څلویښت فیصد دی.

د ویغورو کانگرس وايي ختیز ترکستان په تاریخي او ثقافتي توگه د چین په ځائې د مرکزي ایشیا برخه ده.

په نهمه عیسوي صدۍ کې اسلام ختیز ترکستان ته ورسیدو. سیمه کې د اسلام د خوریدو ورسته د سېمې تجارتي مرکز او د پخوانۍ قافلو سرائې کاشغر ښار د اسلامي تهزیب، ثقافت او ادب اهم مرکز په شکل کې رابرڅیره شو.

په ولسوه یو کم شپیته کې د چنیایانو مانچو سلطنت د ختیز ترکستان سلطنت سید چې د سلطنت یارکنټ په نامه هم یادیدو حمله وکړه. د ځائی خلکو د بغاوتونو او شورشونو باوجود هم سیمه د چینیانو د ولکې نه بهر ووتلو کې کامیابه نشوه او بالااخر په کال نونسوه یو کم پنځوسم کې د چین پیپلز لیبریشن ارمې یا د جدید چین پوځ سنکیانگ په خپله لکه کې واخیستو.

او هم ددغه وخت راهسې د سنگیانگ مسلمانان د خپلې ژبې، تاریخ، ثقافت، شناخت او د تحفظ دپاره د بیجنگ خلاف په کوششونو کې ښکیل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG