لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چین کې په "محمد" او نورو اسلامي نومونو باندې بندیز ولګول شو


د چین په غربي سنکیانگ صوبه کې ١٠ لکه ترکن نسل ویغور مسلمانان اباد دي. دغه صوبه د پاکستان او مرکزي ایشیا سره سرحدونه لري
د چین په غربي سنکیانگ صوبه کې ١٠ لکه ترکن نسل ویغور مسلمانان اباد دي. دغه صوبه د پاکستان او مرکزي ایشیا سره سرحدونه لري

د چین په لیرې پرتې سیمې سین کیانګ کې له هر مور پلار څخه غوښتل شویدي چې په خپلو نویو زېږیدلو ماشومانو دې د محمد او نور اسلامي نومونه نه ږدي.

سیمیزو چارواکو نه یواځې د "محمد" په نامه بندیز لګولی بلکه د اسلامي نومونو په دغه نوملړ یا لست کې یې د جهاد، مدینه او یوسف په ګډون ۳۰ نور اسلامي نومونه هم راوستي دي.
راپور وړاندې لیکي چې د مسلمانانو په وړاندې د نومونو ددغه نوي لست څخه سرغړونکو ته به د سرشمیرنې اجازه نه ورکول کېږي چې په پایله کې به د چین له تابعیت څخه هم محروم شي.

که په چین کې د کوم نوي زېږیدلي ماشوم نوم په سیستم کې رانشي نو د تعلیم، روغتیا او یوشمیر نورو ټولنیزو اسانتیاوو څخه هم بې برخې کېږي.

چارواکي وايي دا کار یې ددې لپاره کړی چې په خپله سیمه کې د اسلامي توندلاري توب د خپرېدو مخه ونیسي.

د سین کیانګ په ایالت کې تر لسو میلیونو زیات ویغوري مسلمانان ژوند کوي.

په یاد ایالت کې د کاشغر په نامه ښار د ویغوري ثقافت نمونه پاتې شوې ده.

پدغه ښار کې د مسلمانانو یو ستر جومات د جامع مسجد عیدګاه په نامه یادیږي.

د امریکا غږ ډیوې خبریال مختارخلیل چې دغه ښار ته څوکاله پخوا ورغلی دی وايي چې ددې ښار زیاتره اوسېدونکي د منځنۍ کچې ژوند لري او د ښار په لویو ودانیو باندې چینایي پوځیان پیره کوي.

ښاغلی خلیل وايي د یغوریانو د نامتو شاعر یوسف خان څلی هم د کاشغر په ښار کې دی چې نه یواځې ویغوري مسلمانان ورته ورځې بلکه د نورو سیمو مسلمانان هم زیارت ته ورځي.

څیړونکي وايي د مسلمانانو پر وړاندې دداسې بندیزونو په لګولو سره به نه یواځې په سین کیانګ کې د خلکو مخالفت زیات شي بلکه د هیواد په کچه به د لږکیو کرکه را وپاروي.

د اپریل په لومړۍ نیټه په دغو مسلمانانو د یوشمیر نورو بندیزونو په لړ کې له هغوي څخه غوښتل شوي وه چې ګډې وډې ږېرې دې نه پرېږدي او میرمنې دې په عامه ځایونو کې چادري یا بورقې نه په سروي.

په یاده سیمه کې د روژو په نیولو هم بندیز لګول شوي.

له چین څخه دمخه په ورته توګه په تاجکستان کې هم حکومتي چارواکو له خلکو همدا ډول غوښتنې کړې وې.

د تاجکستان ولسمشر په خپل یوه فرمان کې په عربي نومونو باندې بندیز لګولی وه.

یاده دې وي چې چین په اتومي وسلو بار د اسلامي هیواد پاکستان کلک ملګری دی.

پاکستان په نړۍ کې د مسلمانانو پر مسلو اکثره وخت د ملګروملتونو او نورو نړیوالو ادارو کې خپل غږ پورته کوي خو په چین کې د ویغوري مسلمانانو سره په حکومتي چلند خاموشه پاتې دي او د خپلو ګټو لپاره د یوه اه په اندازه هم څه نه وايي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG