لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین د سنکیانگ مسلمانانو د روژې نیولې نه منعې کړې


د ویغورو د حقونو دپاره زیاتره جلاوطن کارکونکې وايي چین د ویغورو شناخت ختمول غواړي. په روژه د پابندۍ وړاندې چینايي مامورینو په برقعه او په اوږدو ږیرو هم قدغن لگولی و
د ویغورو د حقونو دپاره زیاتره جلاوطن کارکونکې وايي چین د ویغورو شناخت ختمول غواړي. په روژه د پابندۍ وړاندې چینايي مامورینو په برقعه او په اوږدو ږیرو هم قدغن لگولی و

د چین په شمال غربي صوبه سنکیانگ کې میشته مسلمانان طالب علمان، مسلمانان سرکاري ملازمین او مسلمانان ماشومان روژه نشي نیولی او د مسلمانانو هوټلونه یا ریسټورانټونه د روژې په وجه نشي تړل کیدی. دا هدایات د چین په حکومتي ویب پاڼو باندې شایع کړی شوې دي.

د فرانس ای ایف پي خبري ادارې ترمخه د سنکیانگ صوبې د کورلا ښار په حکومتي ویب پاڼه د حکومتي پارټۍ کارکونکو، سرکاري نوکرانو، طالب علمانو ته او ماشومانو ته ویل شوي چې روژې دې نه نیسي او د روژې په میاشت کې په مذهبي دستورو کې برخه اخیستلو دپاره دې جوماتونو ته هم نه ځي.

هدایاتو کې ویل شوي چې د روژې په میاشت کې د خوراک څښاک خرڅونکې دکانونه دې هم نه تړل کیږي.

د سنکیانگ مرکزي ښار ارومچي د شویمیگاو ضلعې د تعلیم محکمې په خپله ویب پاڼه ویلي چې طالب علمان او استازان دې جوماتونو او مذهبي سرگرمو ته نه ځي.

سنکیانگ کې د ١٠ لکو نه زیات ترکن نسل ویغور مسلمانان اباد دي. د پیړیو راهسې ویغورو خپل شناخت، خپله ژبه، ثقافت او اسلامي روایات برقرار ساتلې دي.

د ویغورو د حقونو دپاره زیاتره جلاوطن کارکونکې وايي چین د ویغورو شناخت ختمول غواړي.

چین د سنکیانگ په مسلمانانو هیواد نه د بیلیدو او په سیمه کې د تشدد راپارولو الزام هم لگوي او وخت په وخت چینايي امنیتي ځواکونه د اختلاف چقولو دپاره کاروايانې کوي.

د ورلډ ویغور کانگرس، چې د ویغورو د حقونو دپاره غږ پورته کونکی تنظیم دی، د ایمیل دلارې ای ایف پې خبرې ادارې ته ویلي "د چین خیال دی چې د ویغورو په اسلام ایمان د بیجینگ رهبرانو ته خطر راولاړوي."

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG