لاس رسیدونکی لینک

چودهري نثار ::طالبان دې د اسلام اباد د پېښې څخه لاتعلقي نا غندنه وکړي


د کورونو چارو وزيرچودهري نثارعلي خان وايې تحريک طالبان پاکستان دې د اسلام اباد د پېښې لاتعلقي نا ، بلکې د دغې پېښې غندنه وکړي
په داسې حال کې چې تحريک طالبان پاکستان دوه ورځې وړاندې د حکومت په ضد د يوې مياشتې دپاره د غېر مشروط جنگ بندۍ ، او د اتوار په ورځ حکومت هم د طالبانو په ضد د هوايې عملياتو ځنډولو پرېکړه کړې ده .
د گل په ورځ د پايه تحت اسلام اباد په ضلعې کچرۍ کې د ډزو او ځان مرگي بريدونو کې چې د يو جج پشمول ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ژوبل شوي دي ، که څه هم ټي ټي پي د دغې بريدونو څخه لاتعلقي څرگند کړې ولي يوې بلې تندروه ډلې احرارالهند د دغې حملې پړه په سر اخستي ده .
د کورونو چارو مرکزي وزيرچودهري نثارعلي خان وايې تحريک طالبان پاکستان دې د اسلام اباد د پېښې لاتعلقي نا ، بلکې د دغې پېښې غندنه وکړي ، نوموړي دغه خبره قامي اسمبلۍ ته د وينا په وخت وکړه او زياته يې کړه دغه پېغام مو د طالبانو مذاکراتي کميټۍ ته استولی دی .
له دې وړاندې د طالبانو لخوا حکومت سره د خبرو اترو دپاره د جوړې کمېټۍ مشر مولانا سميع الحق اسلام اباد کې په هوايې ډگر مطبوعاتوسره خبرو کې وئيلي ؤ ، چې طالبانو د جنگ بندۍ اعلان کړی اوحکومت او ادارې دې د اسلام اباد په رنگ بريدونه د طالبانو په کهاته کې نه اچوي ، نوموړي زياته کړې وه د مذاکراتومخالف قوتونه د امن خبرو ته د زيان رسولو هڅې کوي .
قامي اسمبلۍ ته په خپله وينا کې د کورونو چارو مرکزي وزير ووئيل ، اسلام اباد کې په کچرۍ باندې درې وسله والو بريد کړی ، دوه حمله کوؤنکي کلاشنکوفې په لاس او خودکش جېکټې يې اچولې او يو بل هم کلاشنکوف په لاس ؤ ، اول حمله کوؤنکو ډزې کړي او بيا دوؤ ځان الوزولی دی ، او بل تښتېدلی دی .
ولې نوموړي زياته کړه د پېښې په اړه به کره رپورټ تر سبا پورې جوړ کړی شي ، او په دې اړه پلټنې پېل کړی شوي دي چې د دغې بريد په شا د چا لاس دی ، چودهري نثار ووئيل د بريد په نتيجه کې د يو جج په گډون ۱۱ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ژوبل شوي دي .
چودهري نثار يو ځل بيا هغه خبره تکرار کړه چې ترهگري او د خبرو اترو عمل دواړه يو ځايې نه شي کېدی ، نوموړي په دغه مهال دا هم ووئيل چې نن د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ کې يوې اعلي سطحې غونډه کې هم په روانو حالاتو خبرې اترې شوي دي ، ولې د غونډې نور احوال يې تېر نه کړو .
د راپورونو ترمخه اسلام اباد کې د گل په ورځ د شوي بريد پړه احرارالهند نومې تنظيم په سر اخستې ده ، د احرارالهند نوم نوم هغه وخت مخې ته راغلی ؤ ، چې د فرورۍ د مياشتې په نهمه نېټه د دغې تنظيم لخوا د اسد منصور په نوم د احرارالهند وياند مطبوعاتو ته د ايميل د لارې يو بيان جاري کړی ؤ .
او په دغه بيان کې وئيل شوي ؤ چې مونږ د پاکستاني حکومت سره د مذاکراتو په سرد خپل امير مولانا عمر قاسمي په مشرۍ کې د ټي ټي پي څخه جدا کيږو ، اسد منصور وئيلي ؤ چې زمونږ په تنظيم کې د زياتره کسانو تعلق د پاکستان د ښاري علاقو سره دی ، ځکه مونږ به وس خپل عمليات جاري ساتو د ټي ټي پي د جنگ بندۍ پابند به نه يو، او پاکستان کې به د شريعت د نفاذ پورې په ښاري علاقو کې ځان مرگي بريدونه او نورې کارروايانې کوؤ .
اسلام اباد کې د شوي بريد په اړه قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر خورشيد شاه وئيلي ، دغې پېښې ټول قوم په ويره کې اچولی او پارليمنټ هم محفوظ نه دی . نوموړي زياته کړې طالبان دې هغه ډلې په گوته کړي چې د مذاکراتو عمل تباه کول غواړي .
خورشيد شاه زياته کړې وئيل کيږي چې اسلام اباد محفوظ دی ولې نن يوې کمزورې ډلې حمله وکړه او هر څه يې په ډاگه کړل .
ياده دې وي نزدې دوه اوونۍ وړاندې د وزارت داخله لخوا د قامي اسمبلۍ سټېنډنگ کمټۍ ته په وړاندې کړی شوي يو رپورټ کې د هېواد پايه تحت اسلام اباد د ملک تر ټولو خطرناک ښار گرځول شوی ، او وئيل شوي ؤ چې اسلام اباد کې طالبانو، القاعده او لشکر جهنگوي ځان له پټ ځايونه جوړ کړي دي .
ولې وروستو چودهري نثار يو خبري کانفرنس کې ووئيل چې اسلام اباد بيخي محفوظ دی ، او سټېنډنگ کميټۍ ته وړاندې کړل شوی رپورټ يو عمومي بريفنگ ؤ .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG