لاس رسیدونکی لینک

چارسده : سکول باندې بمي بريد کې استاذه وژل شوې


د سکول پرنسپل وايي دغه بريد ورته په سيمه کې د سکولونو او تعليم پرضد د ترهگرۍ د روانې لړۍ برخه ښکاري .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې د چارسدې ضلعې په شبقدر تحصيل کې د نامالومو موټرسائيکل سورو لخوا په يو شخصي سکول لاسي بمونه ويشتل شوي ، چې پکې د سکول يوه زنانه استاذه وژل شوي او دوه ماشومانې ژوبل شوي دي .

پوليس وايي د چارسدې ضلعې د شبقدر تحصيل په بازار کې دغه پېښه د شورو په ورځ هغه مهال رامنځته شوې ، چې په سکول کې سبقونه وئيل کېدل . دغه شخصي سکول چې پرې د نامالومو وسله والو لخوا د لاسي بمونو بريد شوی دی ، عسکري فاؤنډېشن سکول نوميږي .

د شخصي سکول پرنسپل ريټائرډ بريگيډئير بهرمند شاه وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره د پېښې په اړه خبرو کې وئيلي ، زمونږ سکول د سړک په غاړه دی او نزدې ۸۰۰ ماشومان چې پکې زياته شمېره د جينکو ده زده کړې کوي . د نوموړي په وينا د بريد په وخت زه په دفتر کې ناست ووم ، او چې بهر راووتلم نو دغه استاذه په زمکه ژوبل پرته وه .

هغه ووئيل چې کله مونږ ژوبل شوې استازه روغتون ته وړله ، نو هغې په لاره کې ژوند دلاسه ورکړو . د نوموړي په وينا د لاسي بمونو په بريد کې د سکول دوه ماشومانې معمولي ژوبل شوي دي .

بهرمندشاه زياته کړه ، زمونږ د چاسره دښمني نشتی ، خو هغه ووئيل درې کاله وړاندې يي په دغه سکول کې د شپې په مهال يوه وړه چاؤدنه شوې وه ، او په هغې کې يواځې د سکول گېټ ته زيان اوختی وو .

د سکول پرنسپل وايي دغه بريد ورته په سيمه کې د سکولونو او تعليم پرضد د ترهگرۍ د روانې لړۍ برخه ښکاري .

د چارسدې ضلعې په شبقدر تحصيل کې له دې وړاندې په تېرو څو کلونو کې د ۳۰ نه په زياتو سکولونو بارودي چاؤدنې شوي دي ، خو دا لمړی ځل دی ، چې تازه پېښه سکول کې د سبقونو وئيلو په مهال شوې او مرگ ژوبله پکې رامنځته شوې ده .

XS
SM
MD
LG